لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره په پوله وسله وال بريد کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي، اووه ژوبل


د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان سره په پوله وسله وال بريد او نښته کې درې پوځيان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

پوځ ويلي د شمالي وزيرستان په لواړه علاقه کې د ۶۰ نه تر ۷۰ پورې ترهګرو د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري بريد کړی او په پوله ازغن تار لګوونکي پوځيان يې په هدف کړي دي.

پوځ ويلي په ځوابي ډزو کې څو ترهګر وژل شوي او ژوبل شوي دي، خو کومه شمېره نه ده ښودل شوې.

د وژل شوؤ پوځيانو پېژندګلو د لانس نايک علي، لانس نايک نذير او سپاهي امدادالله په نومونو شوې ده.

د ډاکټر عزيز يوسفزي په نوم تن د حزب الاحرار ډلې وياند د بريد زمه واري منلې ده.

د پاکستان پوځ ويلي د پاکستان امنيتي ځواکونه په پوله د امنيت او ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي دپاره ازغن تار لګوي، بايد افغان امنيتي ځواکونه او چارواکي د پولې د ساتنې په موخه د پاکستان د هڅو ملاتړ وکړي او د پاکستان پرضد افغان خاوره کارېدو ته نه پرېږدي.

په سمدستي ډول د افغان حکومت يا چارواکو دې بيان ته غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو له دې وړاندې دواړو هېوادونو په يو بل پرضد د خپلې خاورې تورونه لګولي خو دواړه يې رد هم کوي.

دا تازه بريد په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وړاندې د انتظاميې په وېنا امنيتي ځواکونو د شمالي وزيرستان د دته خېل تحصيل په ياده لواړه علاقه کې خلکو ته ويلي ؤ چې دوي د علاقې د ترقۍ دپاره په پوله ازغن تار لګوي او خلکو ته خواست شوی ؤ چې د پوځ مرسته وکړي علاقه خالي کړي چې په غلطۍ سره يې نقصان ونه شي.

دوه ورځې وړاندې هم په دغه علاقه کې په يو وسله وال بريد کې يو پوځي سرتېری وژل شوی ؤ. او په يو بل بريد کې په غلام خان تحصيل کې يو بل پوځي هم په هدف شوی ؤ.

د لواړې علاقې په اړوند ځايي انتظاميه وايي دا علاقه په بشپړ ډول په حکومتي عملدارۍ کې نه ده او پوځ هڅه کوي چې دغلته کوم ترهګر يا تندلاري پټ دي د هغو پرضد عمليات وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG