لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني پوځيانو په وژنه احتجاج:افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته وربلل شوی


پاکستان افغانستان سره پخپله لګیدلې پوله په پاکستاني پوځيانو دشوي برید په ضد افغانستان ته سخت احتجاج کړی اؤ اسلام اباد کې یې افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته وربللی دی.

تیره ورځ شمالي وزیرستان قبائیلي ضله کې پاکستاني پوځیان افغانستان سره په ګډه پوله په ازغن تار لګولو بوخت وؤ چې وسله والو پرې برید کړی ؤ.

پاکستاني چارواکو منلې چې په دغه برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل پخپل یو بیان کې تور لګولی چې ددغه برید دپاره د ۷۰ څخه نیولي تر ۸۰ؤ پورې ترهګر دافغانستان د ګیان اؤ برمل ولسوالۍ څخه دپاکستان پولې ته را اوښتي وؤ.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي دپاکستاني پوځیانو دځوابي ډزو وروسته ترهګر افغانستان ته تښتېدلي دي اؤ د تېښتې علت یې دادی چې دافغانستان له لوري په پوله هیڅ رقم امنیتي تدابیر وجود نه لري.

هغه ویلي پاکستان ددې ترهګریز برید په سختو ټکو غندنه اؤ‌ په افغانستان ټینګار کوي چې خپله خاوره کې دموجودو ترهګرو په ضد رغنده ګامونه واخلي.

پاکستان تر دې وړاندې هم وخت په وخت په افغانستان تورونه لګولي چې پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې دپاکستان په خاوره کې بریدونه کوي.

خو افغان چارواکي بیا دپاکستان دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې افغانستان هاغه په لسګونو ترهګر په عملیاتو کې وژلي یا یې هم نیولي چې پاکستان ور په ګوته کړي خو ددې برعکس دافغانستان په خاوره بریدونه کوونکي ترهګر دپاکستان دننه خوندي ځالې لري.

پاکستان شمالي وزیرستان کې دخپلو پوځيانو د وژنې پسر افغانستان ته سخت احتجاج کړی اؤ ددې احتجاج ریکارډ کولو دپاره یې تیره ورځ په اسلام اباد کې افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته بللی دی.

سرچینې وایي افغان ناظم الامور ته ویل شوي چې افغانستان باید په پوله دترهګرو دبریدونو مخه ونیسي اؤ داسې امنیتي ګامونه دې واخلي ترڅو ترهګرو ته په پوله د اوښتو موقعې په لاس ورنه شي.

تیره ورځ د شمالي وزیرستان په لواړه سیمه کې دپاکستان‌ په پوځ د شوي دغه برید پړه تندروه ډلې حزب الاحرار پغاړه اخستې ده

پاکستان دامهال افغانستان سره پخپله لګیدلې اوږده پوله ازغن تار لګولو باندې بوخت دی اؤ په ۹۰۰ کلومیټره ساحه باندې یې دغه تار لګولی دی.

تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې په ازغن تار غځوونکو پاکستاني پوځيانو ورته بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر پاکستاني پوځیان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG