لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: پاکستان د ترهګرو د مخنیوي لپاره له ایران سره پر پوله اغزن تار لګوي


اسلام اباد ــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي وایي، پاکستان به د ترهگرو د تگ راتگ د درولو دپاره له ايران سره په شريک پوله هم ازغن تار لگوي، خو وایي ځینې طاقتونه نه غواړي چې د پاکستان او ايران تعلقات ښه شي.

په قامي اسمبلۍ کې د وینا په وخت شاه محمود قريشي ويلي دي چې پاکستان له ايران سره 900 کلوميټره اوږده پوله لري او دا د پاکستان په گټو کې ده چې دا پوله محفوظه وي ځکه چې وایي د هند سره د پاکستان په شريک پوله هم اکثر د هند له خوا ډزې کيږي او له افغانستان سره شريکه پوله هم محفوظه نه ده.

"ځینې طاقتونه د پاکستان او ايران ښه تعلقات نه غواړي او د سيمې جغرافيایي سياست هم د دې يوه لويه وجه ده خو پاکستان غواړي له ایران سره یې اړیکي ښه وي او اوس د پاکستان او ايران تعلقات په ښه کېدو دي".

خارجه وزير وایي پاکستان له ايران سره په تعلقاتو کې ځکه هم د ډېر احتياط نه کار اخلي چي په سيمه کې له ځینو اسلامي هېوادونو سره هم د ایران تعلقات ښه نه دي او پاکستان د ټولو سره ښه تعلقات غواړي.

قرېشي د يو هېواد نوم نه دی اخیستی خو وایي دا ښکاره ده چې د ايران او سعودي عرب تر منځ تعلقات خراب دي.

شاه محمود قرېشي ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره یې په شپږو ملاقاتونو کې پر دې خبرې کړې دي چې څنګه د ایران او پاکستان پوله محفوظه کړل شي.

خارجه وزير ويلي دي له ايران سره په شريک پوله د ملېشه ځواکونو امنیتي پوستې هم زياتې کړل شوې دي، چې وایي د هيلي کاپټر به ذريعه یې هم څارنه هم کيږي.

ایران او پاکستان په تېرو وختونو کې په وار پر یو بل دا تورونه لګولي چې ترهګر د دوی ځمکه د یو بل په ضد استعمالوي.

ايران اکثر دا تور لگوي چې د پاکستان نه سني وسلوالې ډلې جندلله او جيش العدل ډلې په ایران کې د ترهګرۍ بریدونه کوي.

پاکستان هم په نيزدې ورځو کې د بلوچستان اوړماره سیمه کې د برید تر شا پر لاس لرونکو وسلوالو باندې په ایران کې د پناه اخیستو تور لګولی وو. په دې برید کې 14 پاکستانيان وژل شوي وو چې اکثر یې د پاکستان د سمندري او ساحل ځواک عسکر وو او ذمه واري یې د ازادي غوښتونکو بلوڅانو یوه تنظیم پر غاړه اخیستې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG