لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: که په لیبیا کې جګړه دوام وکړي یونیم میلین ماشومان به په خطر کې شي


واشنګټن ــــ په لیبیا کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې جګړې او نښتې دوام لري. ځواکونه وايي هیڅ یو لوري ګټه نه ده اخیستې او هیڅ یوه خوا مخې ته نه ځي.

د لیبیا په ټرېپولي یا طرابلس ښار کې نښتې د لیبیا د حکومتي ځواکونو او هغو وسلوالو تر منځ روانې دي چې قومندان خلیفه حفتر ته وفادار دي.

د حفتر د لیبیا ملي پوځ چې د لیبیا په ختیځ کې د ادارې سیال دی، درې اوونۍ وړاندې پر طرابلس بریدونه پیل کړل خو ونه توانېد چې د ښار جنوب ته ورسېږي.

د اپریل له لومړۍ اوونۍ راهیسې په دغو نښتو کې شاوخوا 42000 خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې که جګړه دوام ومومي نو تر نیم میلیونه هم زیات ماشومان به د خطر سره مخ وي.

د لیبیا له وروستیو شخړو اغېزمنه یوه 12 کلنه ماشومه تقوا وايي:

"کله زه ‌دومره وېریږمه چې هیڅ خبرې نه شم کولای. زما وړوکی ورور هم له وېرې خبرې نه شي کولای او زما مور کوښښ کوي حالات ورته تشریح کړي."

ډېرۍ کورنۍ په خپلو کورونو کې پټېږي، هغوی د جګړې څخه دومره وېرېږي چې خپل کورونه هم نه شي پرېښودلای. جګړې لا شدت اخیستی او مرستندویه کارکوونکي وايي بشري مرستې هم کمې شوې دي.

د طرابلس د بې کوره شوو کډوالو د کېمپ مشر احمد غدان وايي:

"موږ له دې ډارېږو چې د کډوالو شمېر ډېر زیات نه شي ځکه چې د دغه کېمپ ځای ډېر تنګ دی. موږ دا مهال یواځې د طرابلس د شتمنو کورنیو او کاروباریانو مرستو ته سترګې په لار یو خو اندېښمن یو چې دغه مرستې به کافي نه وي."

په لیبیا کې د دغو جګړو تر پېل مخکې لیبیايي مشران د اپریل په میاشت کې د سولې خبرو ته ډېر هیله من وو خو په طرابلس ښار د حفتر له لوري د حملې له کبله دغه خبرې هم وځنډېدې.

په طرابلس کې تر 2011م کال وروسته ډېرې جګړې شوي دي کله چې یو پاڅون د بل قوي او قدرتمن کس پر ضد راولاړیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG