لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل مشورتي لویې جرګې په طالبانو اؤ افغان دولت د اوربند غږ کړی


طالبانو سره د سولې په موخه د تیرو پینځوؤ ورځو راهسې کابل کې روانې مشورتي لویې جرګې دیو پرېکړه لیک په خورولو سره په طالبانو اؤ افغان دولت غږ کړی چې د جګړو نه په لاس اخستلو اوربند ته حاضر شي .

دغه مشورتي لویې جرګې دطالبانو نه غوښتنه کړې چې دجګړو نه باید تیر اؤ دهیواد په بیا رغونه کې برخه واخلي.

ددغه جرګې په وروستۍ ورځ ولسمشر اشرف غني د روژې دمیاشتې په احترام د۱۷۵ طالب بندیانو دخوشې کولو اعلان کړی اؤ په طالبانو یې غږ کړی چې باید کابل ته ورشي اؤ خپل بندیان بوځي.

ښاغلي اشرف غني ویلي” له طالبانو غواړم خپل استازي کابل یا د افغانستان کوم بل ښار ته را ولېږي او دا ۱۷۵ تنه طالبان په خاصو افغاني مراسمو کې زموږ له خوا د یو اسلامي او انساني چلند او ډالۍ په توګه ور وسپارو”

په دغه مشورتي جرګه کې شاوخوا۳۲۰۰کسانو ګډون درلودو اؤ طالبانو سره دسولې په اړوند یې د پینځوؤ ورځو د اوږدو بحثونو وروسته دجمعې په ورځ خپلې غوښتنې اؤ نظرونه د٢٣ مادو په یوه اعلامیه کې افغان دولت ته ورکړي دي.

ولسمشر اشرف غني دجرګې دپائی مراسمو کې برخه والو ته خپله وینا کې ویلي “حاضر یم چې ستاسو برحقه او مشروع غوښتنه چې اوربند دی عملي کړم. زه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په صفوفو کې دا جرات او قوت وینم چې په اوربند کې نظم او دسپلین عملي کړي”

خو هغه واضحه کړې ده چې اوربند به یو طرفه نه وي

د اشرف غني په وینا “ که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو”

اشرف غني ویلي” ما خو سپين چیک ورکړ، مولوي صاحب هیبت الله حاضر یې ملت ته سپین چیک ورکړې؟”

خو طالبانو لا په سمدستي ډول د اشرف غني لخوا د اوربند اؤ دبندیانو دتبادلې وړاندیزونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

دجرګې په اعلامیه کې په طالبانو غږ شوی چې خپل سیاسي دفتر باید دقطر څخه افغانستان ته انتقال کړي اؤ ددې ترڅنګ د دواړو لوریو څخه غوښتل شوي چې دسولې خبرو کې د باور رامینځته کولو دپاره دبندیانو تبادله وکړي.

ولسمشر غني جرګې ته په وینا کې ویلي”د پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې دننه مذاکراتو ته چمتو شي. موږ حاضر یو په هېواد کې دننه مذاکراتو ته زمینه مساعده کړو. موږ غواړو افغانستان د خپلې سولې کوربه اوسي”

و ولسمشر په وینا “ زه طالبانو ته وایم، د بندیانو کمېسیون لرئ، راشئ د بندیانو کمېسیون کابل ته راوړئ چې په نورو بندیانو باندې وغږېږو”

هغه وویل “زه په طالبانو غږ کوم که تاسې په هره پلمه جنګ کوئ، نتیجه یې مصیبت او بدبختي ده، نه خوشحالي. انتخاب بیا هم له تاسو سره دی چې د ملت په خوشحالۍ کې ځان شریکوئ او که ملت ته د لا زیات غم او درد وسیله جوړېږئ. طالبانو ته وایم، تاسې کله له خلکو پوښتنه کړې ده چې دوی څه غواړي؟”

هغه وویل زه نه غواړم د سولې دا ډالۍ او ګټه د طالب د بچیانو او د دولت د بچیانو په نامه تقسیم شي. زه غواړم دا ګټه د دې وطن هر اوسېدونکي ته د افغان په نامه ورسېږي

“د دې وخت را رسېدلی دی چې د طالب او دولت په نامه د خپل هویت له تقسیمولو تېر شو او تر دې لوړ د ټول افغانستان وقار وساتو”

دسولې د ارزښت واضحه کولو په ترڅ کې ښاغلي غني وویل “د سولې تر ټولو لویه تحفه به موږ ته په هېواد کې ملیاردونه ډالره داخلي او بهرنۍ پانګه اچونه وي. بیا به مو ځوانان مجبور نه وي چې د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تګ سختې لارې او هلته شاقه کارونه قبول کړي او له وطن څخه وتښتي وکړي”

هغه وویل سوله ټولو ته ګټه لري او تاوتریخوالی ټولو ته ضرر رسوي.

د لویې جرګې په اعلامیه کې دافغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو په ساتنه اؤ پیاوړتیا،دبهرنیو ځواکونو د وتلو دپاره دمهال ویش په جوړولو،دبین الافغاني خبرو په پیل کولو، مزاکراتو د پاره مخکې نه په شرطونو نه اېښودلو اؤ دافغانستان‌ په چارو کې د سیمه ییزو لاسوهنو د دوام صورت کې ملګرو ملتونو ته په رسمي توګه په شکایت کولو ټینګار شوی.

همداشان په افغان دولت غږ شوی چې د طالبانو ټولې جائز غوښتنې باید ومني اؤ هغوئ ته دهیواد دننه سیاسي دفتر ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG