لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په يو پاکستان کې روژه بيا په بدلو ورځو


په پاکستان کې د روژې د میاشتې د ليدو دپاره مرکزي کمېټۍ د مياشتې نه ليدو او په پېښور کې د قاسم علي خان جومات ځايي علماؤ د مياشتې ليدو او نن د ګل، دوشنبې په ورځ د روژې نيولو اعلان کړی دی.

د روژې د میاشتې ليدو دپاره د سرکاري مرکزي رويت هلال کمېټۍ غونډه په کراچۍ کې شوې او د کمېټۍ مشر مفتي منيب الرحمان اعلان کړی چې د ملک په يوه برخه کې ورته د روژې د مياشتې لیدو هيڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي.

مفتي منيب الرحمان اعلان کړی چې په پاکستان کې به روژه سبا د نهې، سه شنبې په ورځ وي.

خو بل لور ته د پېښور په قاسم علي خان جومات کې د رواياتو ترمخه د روژې د میاشتې ليدو دپاره غونډه شوې او بیا د جومات مشر مفتي شهاب الدين پوپلزي نن د ګل، دوشنبې په ورځ د روژې د لمړۍ ورځې اعلان کړی دی.

نوموړي ويلي د ۱۴۴۰ هجرۍ د روژې د مياشتې ليدو ۲۲ شهادتونه ورته ترلاسه شوي او په ګډه فېصله شوې چې سبا د ګل، دوشنبې په ورځ په شپږمه ورځ به لومړۍ روژه وي.

په سوشل ميډيا يو ځل بيا خلکو داسې پوښتنې راولاړې کړي چې د میاشتې ليدو ۲۲ شهادتونه... ولې دوي پاکستاني نه دي؟

د خېبرپښتونخوا صوبې د زياترو سيمو او قبايلي ضلعو نه ترلاسه شوؤ خبرونو ترمخه په دغو سيمو کې هم نن د روژې د نیولو اعلان شوي وو.

خو د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي ويلي دوي به د مرکزي حکومت د رويت هلال کمېټۍ ترمخه روژه نیسي او دوي غواړي چې په ملک کې په يوه ورځ روژه او اختر وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG