لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: سندرې غاړې "مينه" په ډزو وژل شوې


د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ په سیمه کې سوات کې ځايي سندرغاړې "مينه"​ د هغې خپل خاوند په ډزو وژلې ده

د سوات د پولیسو په وېنا دا پېښه د نهې، سه شنبې په ورځ ناوخته د سوات د موسيقارانو په چم بڼ علاقه کې رامنځته شوې ده.

د بڼ پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) طارق علي ويلي د مينه خاوند چې شوکت نومیږي هغه په مينه باندې د روژه ماتي وخت ته نزدې ډزې کړي دي.

د پوليس افسر په وېنا په سمدستي ډول د پېښې علت نه دی مالوم شوی او شوکت د موقعې څخه په تېښته کې بريالی شوی دی.

په سوات او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د سندرغاړو او په ځانګړي ډول د ښځينه هنرمندانو د وژنو پېښې رامنځته کيږي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې په مردان کې د پښتو ډرامو هنرمنده لبنی چې په ګلالۍ مشهوره وه مړی يې د مردان په چوره سیمه کې د ګنو له یو پټي څخه ترلاسه شوی ؤ او په تشدد وژل شوې وه.

تېر کال د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخو اپه نوښار سیمه کې د سټېج پښتنه سندرغاړې او ماډله رېشما خان د هغې خاوند په ډزو وژلې وه.

تېر کال د فرورۍ په مياشت کې هنرمنده سنبل په مردان کې وژل شوې، له دغې وړاندې په فرورۍ کې بله هنرمنده برېښنا په پېښور کې سره د پلار وژل شوې وه.

د سوات د موسيقارانو د چم غزاله جاوېد چې په کم عمر کې د خپلو سندرو او رقص له وجې مشهوره شوې وه د ۲۰۱۲م کال د جون په مياشت کې د خپل پلار سره وژل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG