لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اقتصادي پرمختيا د نيمې نه زياته کمه شوې ده، رپوټ


د پاکستان د روان مالي کال ۲۰۱۸،۱۹م دپاره د پرمختيا ټاکلی هدف نه دی پوره شوی او د اقتصادي پرمختيا شرح د شپږ اعشياره دوه فيصده په ځای درې اعشاريه درې فيصده ريکارډ شوې ده.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه د پاکستان د قامي اکاونټس کمېټۍ ته ويل شوي چې د کرکيلي، صنعتونو او خدمتونو په مد کې پرله پسې کمی راغلی دی.

ويل شوي د روان مالي کال په قامي بودېجه (بجټ) کې د پاکستان حکومت د اقتصادي پرمختيا شرح شپږ اعشاريه دوه فيصده ټاکلې وه خو کمېټۍ ته ويل شوي دا شرح د نيمې نه سېوا راکمه شوې او درې اعشاريه درې فيصده ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه ژورنالسټ فدا حسېن وايي د موجوده پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت سره د اقتصاد په اړوند هيڅ پلان نشته او د ملک دننه او د بهر نه د راتلونکو پانګه والو اعتماد تراوسه پورې نه دی په ځای کړی شوی.

غېريقيني حالات او د حکومت لخوا د نړيوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) سره د خبرو اترو نه وړاندې د بې ځايه ټېکسونولګولو له امله هم اقتصاد مخ په وړاندې نه دی تللی.

نوموړی وايي څو پورې چې د پاکستان د اقتصادي پرمختيا شرح د اووه فيصدو نه کمه وي نو په ملک کې به بې روزګاري هم زياتيږي او ګراني به ورسره جوړیږي.

د حکومت لخوا په وړاندې کړی شوؤ شمېرو کې ويل شوي چې روان کال د کرکیلي دپاره د ترقۍ شرح درې اعشاريه اته فيصده، د صنعتونو دپاره اووه اعشياره شپږ او د خدمتونو دپاره شپږ اعشاريه پينځه فيصده هدف ټاکل شوی ؤ.

خو کمېټۍ ته ويل شوي چې د روان مالي کال په وړومبيو درېو میاشتو کې د کرکيلي په مد کې صفر اعشاريه، اته، پينځه فيصده، د صنعتونو په مد کې يو اعشاريه څلور او د خدمتونو په برخه کې څلور اعشاريه اووه فيصده ترقي شوې ده.

پوهان وايي د یو ملک په پرمختيا کې د خدمتونو برخه د هغه ملک د ترقۍ څرګندونه کوي خو په ياد رپوټ کې ويل شوي چې د ودانيو په مد کې لس فيصده او د توانايۍ په مد کې اووه اعشاريه پینځه فيصده پرمختګ شوی دی.

او په خېبرپښتونخوا صوبه کې د سرکاري ترقياتي پروژو سره تعلق لرونکی محمد قدیم وايي چې د ګرانۍ له کبله د هغوي سرکاري کارونه هم اغېزمن شوي دي او هغوي ته د کار پېسې هم په وخت نه ترلاسه کيږي.

د رپوټ ترمخه د ګېس او بجلۍ په مد کې ۴۰ فيصده اضافه ليدل کيږي خو د دې ترڅنګ د ودانيو د جوړولو په فعاليتونو کې اووه اعشاريه شپږ فيصده کموت راغلی دی او د ملک دننه ځنګلونو ترقي کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG