لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په ۴۷ شيعه بې درکه کسانو کې د ۲۷ مالومات شوي، پرلت ختم


په اسلام اباد کې د بې درکه کسانو د خپلوانو د احتجاج عکس
په اسلام اباد کې د بې درکه کسانو د خپلوانو د احتجاج عکس

په کراچۍ کې د بې درکه شيعه ګانو دپاره جوړه کميټي وايي، د کراچۍ ښار په ۴۷ بې درکه شيعه ګانو کې د ۱۲ ورځني احتجاجي پرلت وورسته د ۲۷ کسانو مالومات ترلاسه شو او له دغې وروسته دوي د پاکستان د صدر د کور مخې ته احتجاجي ناسته ختمه کړه.

د بې درکه شيعه ګانو دپاره د جوړې کمېټۍ غړي راشد رضوي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل په پاکستان کې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکي ټول ۸۰ کسان بې درکه ؤ چې پکې په کراچۍ کې د بې درکو شمېره ۴۷ وه.

هغه وويل دوي د بې درکه کسانو د مالومولو دپاره په ۲۸م اپرېل په کراچۍ کې د پاکستان د صدر عارف علوي د کور مخې ته احتجاجي پرلت پېل کړی ؤ.

د کمېټۍ په وېنا په ۴۷ بې درکه کسانو کې د ۲۷ پته لګېدلې ځينې پکې عدالت ته وړاندې کړی شوي او څو پکې د پوځي عدالتونو څخه پولیس ته سپارل شوي او د نورو په اړوند دوي ته باور ورکړی شوی چې سبا او په راتلونکو ورځو کې به مالوم شي.

د دوي په وېنا په يادو بې درکه کسانو کې د پينځه کالو پورې بې درکه کسان هم شامل ؤ او ځینې پکې روان کال بې درکه کړی شوي وو.

په کراچۍ کې شيعه ګانو دا احتجاجي ناسته په داسې حال کې پېل کړی شوې چې په ملک کې پښتون ژغورنې غورځنګ د تېر کال راهسې د خپلو نورو غوښتنو سره د بې درکه کسانو په مالومولو ټينګار او د هغې دپاره مبارزه کوي.

پي ټي اېم د تېر کال راهسې د خپلو غوښتنو دپاره په ټول ملک کې جلسې او جلوسونه دوامداره ساتلي دي.

که څه هم د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور په وروستیو کې په پي ټي اېم د افغانستان او د هند د استخباراتي ادارو څخه د پېسو اخیستو تورونه لګولي خو نوموړي نن په لسمه مې په خپل شخصي ټويټر اکاونټ د بې درکه کسانو په اړوند څرګندونې کړي دي.

اصف غفور ویلي دوي د بې درکه کسانو په غم غمجن او د بې درکه کسانو په مالومولو کې د دوي سره ملګري دي.

په ۲۹م اپرېل خبري غونډې ته د پي ټي اېم د بې درکه کسانو د غوښتنې په اړوند څرګندونو کې اصف غفور ویلي ؤ،

"د دوي درېمه غوښتنه د بې درکه خلکو وه، دوي (پي ټي اېم) د اووه زرو يا اته زرو خلکو فهرست راوړو په هغې ډېر کار شوی دی او په دې باندې قانوني کمېشن کار هم کوي او دا شمېرې اوس ۲۵۰۰ دي چې حل شوي نه دي".

په پاکستان کې د پښتنو او شيعه ګانو نه علاوه په بلوچستان صوبه کې هم د بلوچ مسنګ پرسنز په نوم تحريک د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوي او ياد تحریک هم د زرګونو بې درکه بلوڅانو ادعا کوي چې بې درکه کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG