لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په سوشل ميډیا د پوليو پرضد اکاونټونه بند کړی شوي، د پوليو پېښې ۱۳ ته رسېدلي

پاکستان فېس بک، ټويټر او يوټيوب ته خواست کړی چې د پوليو پرضد په دغو رسنیو څومره مواد دي هغه دې لرې کړی شي د سوشل ميډيا يادو رسنيو په دغه اړوند ګامونه پورته کړي دي.

بل لور ته په پاکستان کې په روان کال کې د پوليو پېښې ۱۳ ته رسېدلې دي. په تېر ۲۰۱۸م ټول کال کې د پولیو ټولې ۱۲ پېښې رپوټ شوې وې.

په پاکستان کې د پوليو ضد پروګرام دپاره د وزيراعظم مرستيال بابر بن عطا ويلي د فېس بک انتظاميه ژمنه کړې چې په فېس بک د پولیو ضد کمپاين يا څاڅکو په اړوند غلط خبرونه خپرول کيږي هغه به لرې کوي.

ويل شوي د پوليو ضد موادو په تړاؤ د فېس بک ۱۳۰، د ټویټر ۱۴ او يوټيوب ۳۰ لنکونه تړل شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو د پولیو ضد خبرونو خپرونکو پرضد دا ګام په داسې حال کې پورته کړی شوی چې د اپرېل په وروستيو کې په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين خلاف څرګندونې شوې وې.

په پېښور کې ويل شوي ؤ چې د پولیو څاڅکو ماشومان ناروغه کړي دغه ډول ويډيوز په فېس بک او نورو ټولنيزو رسنيو خپرې شوې وې.

د ياد کمپاين وروسته ويل شوي وو چې په ټول ملک کې نزدې ۲۳ لاکه ماشومان د پوليو ضد څاڅکو څخه محرومه پاتې شوي وو.

په ياد کمپاين کې د پولیو په ټیمونو بريدونو کې دوه پولیس سرتیري او یوه ښځينه کار کوونکې هم وژل شوي وو.

بابر بن عطا نېټه نه ده ياده کړې خو ويلي يې دي د پولیو پرضد راتلونکی کمپاين به په خپل وخت وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG