لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې نیول شوي ۱۱ چینایان په جسماني ریمانډ ایف ای اې ته سپارل شوي
تازه خبر

پاکستان کې نیول شوي ۱۱ چینایان په جسماني ریمانډ ایف ای اې ته سپارل شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې ځایي عدالت هغه ١١ نيولې شوي چينایي وګړي د دوو ورځو په جسماني ريمانډ د پليټنو مرکزي اداې ايف ای اې ته سپارلي په چا چې د جعلي ودونو په پلمه د پاکستاني جينکو چين ته د جنسي کاروبار لپاره د قاچاق کولو تورونه دي .
د خالي په ورځ د لاهور ځاي عدالت دغه ١١ چينایي وګړي په داسې حال کې د نورو پلټنو دپاره ايف ای اې ته سپارلي چې په هېواد کې د هاغو چينایي وګړو پر ضد عمليات دوام لري چې د ودونو په پلمه پاکستاني جينکۍ د جنسي کاروبار او د انساني اندامونو د خرڅ لپاره چين ته قاچاق کوي .
د ايف ای اې د شمېرو تر مخه تر دې دمه پدغه عملياتو کې د پاکستان د سرښار اسلام اباد او د پنجاب د لاهور، فيصل اباد، ګجرانواله سیمو نه لږ تر لږه ٣٠ چنيایي وګړي نيول شوي دي .


په پاکستان کې د ودونو په پلمه د پاکستاني جينکو د جنسي کاروبار لپاره چين ته د قاچاق کيدو د خبرونو مخې ته په راتلو د هېواد د سينيټ د کورنو چارو کميټې هم انديښنه ښکاره کړې او په دې اړه ېې ايف ایي ای ته د بشپړه پلتنو امر کړې .
د کميټې مشر رحمان ملک کميټې ته ويلي چې په دې ناوړه دنده کې ککړ درې پادريان هم نيول شويدي .
کميټې ته داهم ويلي شوي چې په تير يو کال کې ١٥٠ پاکستاني جينکې چين ته د ودنو په پلمه بوتللې شوي .
اخوا ورځپاڼ ايکسپريس ټريبيون په بيجنګ کې د پاکستان د سفارت د سرچينو له قوله وايي چې سفارت ددغه شان جعلي ودونو ښکار شوي ٢٠ پاکستاني جينکې هېواد ته بيرته راليږلې دي .
پاکستان کې د چين سفارت هغه راپورنه رد کړي چې پکې د چينايانو لخوا د ودونو په پلمه د پاکستاني جينکو د جنسي کاربار او د انساني اندامونو د خرڅولو دپاره چين ته د قاچاق کولو تورونه دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG