لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رياض: د سعودي عرب ځواکونو په شيعه ګڼ مېشته سیمه کې اته تنه وژلي


د سعودي عرب ځواکونو په شيعه ګڼ مېشته ختيځه علاقه القطيف کې عمليات کړي او اته تنه يې وژلي دي، دا خبر دولتي خبري ادارې اېس پي ای خپور کړی دی.

د رويټرز ترمخه زيات تېل پېدا کوونکې صوبه القطيف تل د شخړو سره مخ پاتې شوې چرته چې د سني مسلمانانو د واک لاندې د سعودي عرب د حکومت په واکمنۍ کې شيعه لږکۍ اوسيږي.

شيعه ګان په دغه سيمه کې د دوي سره د امتيازي سلوک شکايت کوي خو سعودي عرب دغه تورونه ردوي.

اېس پي ای خبري ادارې ويلي د القطيف ښار نه بهر په تاروت ټاپو کې دا عمليات شوي او نوې جوړه شوې ترهګره ډله پکې په هدف کړی شوې ده.

ويل شوي په عملياتو کې عامو خلکو او پولیسو ته تاوان نه دی اوختی.

د سعودي عرب امنيتي ځواکونه په سیمه کې پرله پسې عملیات کوي.

په تېرو وختونو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په ياده سيمه کې شيعه مسلمانانو وخت په وخت د خپلو حقونو دپاره احتجاجونه هم کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG