لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو د ۱۶ چوکيو دپاره ۴۳۸ کسانو د کاندید نومول کېدو کاغذونه جمع کړي دي


د قبايلي ضلعو د صوبايي اسمبلۍ دپاره د انتخاباتو په اعلان شوؤ ۱۶ جنرل چوکيو ۴۳۸ کسانو د کانديد د نومول کېدو دپاره کاغذونه جمع کړي چې پکې درې ښځينه کاندیدانې هم شاملې دي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې په شامل کړی شوؤ قبايلی ضلعو کې دوېمه جولايۍ د صوبايي اسمبلۍ د چوکيو دپاره د انتخاباتو نېټه اعلان شوې ده.

د صوبې د الېکشن کمېشن سهېل خان وي او ای ډیوه سره په خبور کې وويل د ۱۶ جنرل چوکيو دپاره ۴۳۸، د ښځو د ځانګړو څلورو چوکيو دپاره ۳۰ تنو او د لږکيو د يوې چوکۍ دپاره نهه کسانو کاغذونه جمع کړي دي.

د قبايلي ضلعو په ۱۶ چوکيو کې درې په باجوړ، دوه په مومندو، درې په خېبر، دوه په کرمه، يوه په اورکزۍ، دوه په شمالي او دوه په جنوبي وزيرستان او يوه په سرحدي (اېف ار) سيمو کې جوړې کړی شوي دي.

د راپورونو ترمخه د کرمې د لمړۍ حلقې دپاره تر ټولو زیاتو ۴۲ کسانو د کاندید نومول کېدو کاغذونه جمع کړي دي. د باجوړ پي کی ۱۰۱ دپاره ۴۱ کسانو کاغذونه جمع کړي دي.

په جنرل چوکيو د کانديد نومول کېدو دپاره په پي کی مومند ۱۰۳، پی کی ۱۰۶ خېبر دوېم او پي کی ۱۰۹ کرمه دوېم باندې درې تنه ښځو کاغذونه جمع کړي دي.

د الېکشن کمېشن ترمخه په ۱۶ چوکيو کې نزدې په هره چوکۍ د ۲۵ نه زياتو کسانو د کاندید نومول کېدو مېدان ته راغلي دي.

سهېل خان وايي سبا د ګل د ورځې ۱۳ مې نه تر ۱۸ مې پورې به د دې کاغذونو جانچ پړتال وشي د کاغذونو د رد کېدو او قبلېدو عمل به سر ته ورسي.

د هغې وروسته به د کاغذونو پرضد د اپيلونو، کاغذونو بيرته اخيستو او انتخابي نښو عمل ترسره کيږي او په ۳۰ مې به د کانديدانو ختمي فهرست اعلان شي.

الېکشن کمېشن دوېمه جولايي د انتخاباتو دپاره ټاکلې ده او ادارې د دوېمې جولايۍ پورې په قبايلي ضلعو کې چرته چې انتخابات کيږي د پرمختيايي پروژو اعلانونه هم ځنډولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG