لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د ۱۲ مې ۲۰۰۷ د خونړو پېښو پلټنې ۱۲ کاله وروسته هم لا روانې دي


په کراچۍ ښار کې ۱۲ کاله وړاندې په ۱۲ مې ۲۰۰۷م د تشدد په خونړو پېښو کې د ۵۰ پورې کسان وژل شوي او د کراچۍ پوليس مشر وايي د دغو پېښو په لړ کې تراوسه پورې پلټنې روانې دي.

د ځايي ميډیا ترمخه د کراچۍ پوليس مشر امير شېخ ويلي د ۱۲ مې د پېښو په تړاؤ د ۳۶ مقدمو چالانونه جمع کړی شوي او په دغه لړ کې ۶۵ مقدمې درج شوې وې.

پوليس مشر ويلي په درېو مياشتو کې څو تورن کسان نيول شوي او په دغه لړ کې د ډيجيټل لايبريرۍ نه مالومات ترلاسه کولی شي.

اميرشېخ ويلي د يادو پېښو په اړوند د ټيلي ويژن چېنلو نه ويډيو ريکارډنګ اخيستل کيږي او د يادو پېښو دپاره د ګډې پلټنيزې جوړې کمېټۍ سره اړيکه نيول کېدی شي.

سيند هايکورټ تېر کال د ستمبر په مياشت کې امر کړی ؤ چې د يادو خونړيو پېښو د پلټنو دپاره دې ګډه کميټي جوړه شي، خو راپورونه وايي د یادې کمېټۍ تراوسه پورې يواځې دوه ځله ناستې شوي دي.

راپورونه وايي د کراچۍ ميئر (ښاروال) د اېم کيو اېم پاکستان ګوند وسيم اختر چې هغه د سيند صوبې د وزیراعلی د کورنيو چارو سلاکار ؤ، په هغه باندې د دغو خونړو پېښو فرد جرم لګول شوی دی.

په ۱۲م مې کال ۲۰۰۷م په کراچۍ ښار کې خونړۍ پېښې هغه وخت رامنځته شوې وې چې د پوځي امر پخواني صدر پروېز مشرف په وخت کې کله د هغه وخت د سترې محکمې مشر قاضي (ر) افتخار محمد چوهدري معزول ؤ ، او کراچۍ ته راتلو.

د چوهدري افتخار هرکلي له د سياسي ګوندونو مشران او غړي، وکيلان او د مدنې ټولنې غړي د کراچۍ هوايي ډګر ته ورتله او د ښار په بېلابيلو سيمو کې بيا د تشدد پېښې شوې چې پکې د ۵۰ پورې کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو.

د عوامي نيشنل ګوند د سيند څانګې د مشر شاهي سيد په وېنا "په ۱۲مې ۲۰۰۷م د پښتون اېکشن کمېټۍ ۲۱ غړي وژل شوي وو".

سياسي ګوندونه او وکيلان د ۱۲م د پېښو زمه وار د هاغه وخت پوځي صدر پرويز مشرف او د ايم کيو اېم حکومتي واکمن ګرځوي خو اېم کيو اېم ډله دغه تور ردوي ، او وايې په دغه ورځ د اېم کيو اېم غړي هم وژل شوي وو.

په سوشل ميډیا نن ۱۲ کاله وروسته هم د دغه ورځې د خونړو پېښو په اړوند څرګندونې کيږي چې په ۱۲مې خلک د عدالت او قانون د سرلوړۍ دپاره راوتلي او عدليه بيا په ځای شوې خو په ۱۲ کاله کې د يادې ورځې اغېزمنو ته انصاف ور نه کړی شو.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي نصر الله خان زيري په ټويټر ويلي،

"په ۱۲مې ۲۰۰۷م په کراچۍ کې په رڼا ورځ د جنرل پروېز مشرف په پوځي امريت کې د کراچۍ فاشسټ تنظیم په سړکونو ۵۰ سياسي غړي وژلي نن د دغو وژلو شوؤ ۱۲م تلين دی خو افسوس چې قاتلان لا د قانون منګولو ته نه دي راوستل شوي".

د نوید خان په نوم تن یوه ويډيو خپره کړې او ورته یې ليکلي د ۱۲ مې ورځ به د چا نه هم هېره نه شي.

پښتون انځورګر مېک په ټويټر ویلي ۱۲مې ۲۰۰۷ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نيشنل ګوند نه وه بلکې د پښتنو قتل عام شوی او ډکټېټر مشرف او اېم کيو اېم د بې ګناه خلکو د وژنو زمه وار دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG