لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايي اېم اېف د لوظنامې وروسته د پاکستان د ونډو بازار په دوېمه ورځ نور راغورځېدلی دی


پاکستان چې د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرض لوظنامه شوه نو په لمړۍ ورځ د ونډو بازار ورسره ۸۱۶ پوائنټونه راغورځېدلی او نن په دوېمه ورځ هم د ونډو بازار مخ په ټيټه ؤ.

د ونډو په بازار کې پرون د ګل، دوشنبې په ورځ کاروبار په ۳۴۷۱۶ پوائنټونو پېل شوی او په لمړۍ پکې تېزي لېدل کېده خو وروسته ناڅاپه بازار راغورځېدو او په ۸۱۶ پوائنټونو د کمي سره په ۳۳۹۰۰ پوائنټونو بند شوی ؤ.

نن د نهې، سه شنبې په ورځ هم د ونډو بازار ۱۵ پواينټونه نور راغورځېدلی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي د ايي اېم اېف سره د سختو شرطونو په اساس د لوظنامې کولو له امله د ونډو بازار راغورځېدلی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهه ژورنالسټ وکیل الرحمان وايي د پاکستان د ونډو بازار خو د وړاندې نه د دې بې ثباتۍ سره مخ ؤ چې نړيواله مالياتي اداره (ايي اېم اېف) پاکستان ته قرض په کومو شرطونو ورکوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د ونډو په بازار کې پانګه والو دې ته کتل چې شرطونه به څنګه وي؟، اول خو د ايي اېم اېف د قرض اوسنی ماليت کم دی په درې کاله کې شپږ اربه ډالره دي او بل دا چې پاکستان په سختو شرطونو د ايي اېم اېف سره د قرض لوظنامه وکړه.

نوموړی زياتوي پانګوه وال پوهه دي چې ماليت کم او شرطونه سېوا وي د دې اثر به يې نېغ په نېغه د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د ډالر په قدر وي، په ګېس او بجلۍ به سبسډي يا رعايتونه ختم شي ګراني به ورسره جوړه شي او امدن به په ځای ولاړ وي.

هغه وايي چې امدن په ځای ودريږي او نوره ګراني جوړه شي نو د هغې اثر بيا په کاروبار وي.

د ونډو په بازار کې پانګه وال اوس هم اندېښنې لري چې په راتلونکې کې به د ايي اېم اېف د شرطونو اثرات ښه نه وي.

وکيل الرحمان وايي د ايي اېم اېف د دې قرض سره به پاکستان د دې جوګه خو شي چې د اخیستل شوؤ قرضونو واپسي وکړي او ايي اېم اېف هم دا غواړي چې پاکستان ټېکسونه سېوا کړي او د هغوي قرضې ډوبې نه شي.

نوموړی وايي د پاکستان د اقتصاد ښه کېدو امکان شته خو هغه په دې صورت کې چې اقتصادي اصلاحات وشي او هغه اصلاحات به په دې ډول وي چې په ادارو کې غبن ختم شي او د غريبو په ځای د شتمنو خلکو څخه ټېکسونه واخيستل شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د خزانې صلاحکار عبدالحفیظ شیخ د اتوار، يکشنبې په شپه ویلي ؤ د پاکستان او نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف تر منځ پاکستان ته د قرض یا پور ورکولو په سر لوظنامه وشوه چې تر مخه به يې ايي اېم اېف پاکستان ته ۶ اربه ډالره پور ورکوي.

عبدالحفیظ شېخ د پاکستان سرکاري ټي وي (پي ټي وي) سره په مرکه کې ویلي ؤ چې د ايي اېم اېف سره د بیل آوټ پېکج یا پور اخستو خبرې سر ته رسیدلي دي.

هغه ويلي ؤ که د ايي اېم اېف د شرطونو پرته هم پاکستان اقتصادي اصلاحات وکړي د ټېکسونو راټولول سېوا کړي او رعایتونه ختم کړي دا به د پاکستان په ګټه وي.

هغه منلې وه چې د ايي اېم اېف د شرطونو او رعايتونو ختمولو سره به ګراني جوړيږي خو حکومت هڅې کوي چې د دې اغېزې په عام وګړي نه پريووځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG