لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسعودي د تیلو په ډیپوانو ډرون بریدونه شوي دي


سعودي چارواکي وایي د تیلو په دوؤ ډیپوانو یې حوثي یاغیانو ډرون برید کړی چې له امله یې دغو ډیپوانو ته زیان رسیدلی اؤ هیواد تر ټولو سترې دتیلو کمپنۍ د تیلو خورؤل بند کړي دي.

دسعودي دولتي خبري شبکې سعودي پریس اژانس د سعودي د انرژۍ د وزیر خالد الفالیح له خولې ویلي چې داحمر دسمندر په یانبور پورټ دیمن څخه حوثي یاغیانو دوه د ټیلو ډیپوان په ډرون ویشتلي دي چې له امله یې دغو ډیپوانو ته لږ شان ضرر رسیدلی دی.

رسنۍ وایي چې د برید نه وروسته د تیلو په دغو ډیپوانو اور لګیدلی اؤ د تیلو کمپنۍ ارامکو د تیلو خورؤل ودرولي دي.

سعودي چارواکو ددغه ډرون برید غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې د ایران دملاتړو حوثي یاغیانو مقابله اړینه ده.

دانرژۍ وزیر خالد الفالیح ویلي دا برید نه یوازې په سعودي عرب شوی بلکې د نړیوالو اقتصادیاتو اؤ نړۍ ته د تیلو ورکوونکو کمپنیو دپاره هم دا برید یوه خطره ده.

نړیوالې رسنۍ وایي چې د حوثي ځواکونو ویاند یحیی ساري منلې چې د سعودي دتیلو تنصیباتو باندې یې د اوؤ بې پائیلوټه الوتکو په مرسته برید کړی.

حوثي ځواکونو دا یو کامیاب برید بللی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ ته دسعودي دننه دمیشتو خلکو ملاتړ ترلاسه دی اؤ ددې ترڅنګ یو غوره استخباراتي نظام هم لري.

تیره ورځ هم سعودي عرب ویلي وؤ چې د متحده عرب اماراتو په سمندري غاړه ویجاړ کړل شوؤ څلورو جهازونو کې دوه دهغوئ وؤ چې دتیلو ډک وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG