لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې ډاکټرانو د حکومت پرضد احتجاج او په روغتونونو کې کاربنديز پېل کړی


دا په لاهور کې د ډاکټرانو د کاربنديز عکس دی

په خېبرپښتونخوا صوبه کې ډاکټرانو د پاکستان تحريک انصاف د حکومت پرضد احتجاج پېل کړی او د حادثاتي څانګې پرته یې په سرکاري او شخصي روغتونونو کې يې کاربنديز پېل کړی دی.

د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د اتحادیې (ډاکټر کونسل) کنوينر ډاکټر اميرتاج وايي، پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د پېښور په خېبر ټیچينګ روغتون (کی ټي اېچ) کې د صوبې د صحت وزیر هشام انعام الله خان او د هغه ساتونکو پوليسو په اېسوسي اېټ پروفېسر ډاکټر ضيا الدين تشدد کړی او بيا د شپې پوليسو په دوې هم تشدد کړی او بند کړي وو.

نوموړی تور لګوي او وايي صوبايي حکومت د وزیراعظم خان د تره زوی نوشېروان برکي پېښور ته راولي او صوبايي حکومت پلان لري چې شخصي ډاکټران راولي او د روغتونونو پرائيوټايزېشن يا شخصي کولو پاليسي راوړي.

خو هشام انعام الله خان تېره شپه رسنيو سره په خبرو کې ویلي ؤ چې په کی ټي اېچ روغتون کې د دوي د پاليسي بورډ غونډه وه او ډاکټر نوشېروان برکي ورته د اسلام اباد نه راغلی ؤ.

هغه ويلي دغلته بيا ډاکټر ضيا الدين سره د خپلې ډلې په ډاکټر برکي باندې هګۍ ويشتي دي او په دوي پرون دوه ځله بريدونه شوي دي.

نوموړي ویلي دوي د صحت په محکمه کې اصلاحات کوي.

خو ډاکټر امیرتاج وايي صوبایي حکومت د اصلاحاتو په نوم په ضلعي او ډويژن کچ باندې د شخصي کولو پاليسې مخې ته راوړي او ډاکټران یې مخالفت کوي.

ډاکټران وايي په دوي تشدد شوی او په ډاکټر ضيا الدين مقدمه درج شوې ځکه دوي د صحت د وزير لرې کولو او په کی ټي اېچ کې په ډاکټر د تشدد د عدالتي پلټنو غوښتنې کوي او کاربنديز به يې تر غوښتنو منلو روان وي.

خېبر ټيچينګ هسپتال په پېښور کې دوېم غټ روغتون دی او ډاکټر اميرتاج وايي دغلته د ورځې نزدې د پينځه زره ناروغانو درملنه کيږي.

هغه وايي دوي پوهه دي چې د دوي د کاربنديز په ناروغانو سختې بدې اغېزې وي خو د دوي سره هم د انصاف ترلاسه کولو دپاره د احتجاج نه پرته بله لار نشته.

په سوشل ميډيا په ډاکټرانو داسې تورونه لګي چې د خېبرپښتونخوا حکومت د ډاکټرانو تبادلې د ډومیسايل په حساب خپلو علاقو ته کوي او ډاکټران د پېښور نه بهر تلل نه غواړي.

خو ډاکټر تاج وايي دوي د مېرټ يا قابليت په حساب د هيڅ قسمه تبادلې پرضد نه دي او د هغه خپله تبادله شوې هيڅ يې نه دي ویلي، خو صوبايي حکومت د اصلاحاتو په اړ کې په سياسي بنیادونو تبادلې پېل کړي دي.

بل لور ته صوبايي وزير ويلي پرون چې څه شوي دي د هغو ډاکټرانو پرضد به کارروايي کولی شي.

د ډاکټرانو په کونسل کې ډاکټر اميرتاج ، ډاکټر عالمګیر، ډاکټر رضوان کنډي او ډاکټر سراج او نور ډاکټران وايي دوي پرون احتجاج پېل کړی او بيا چې د ټاؤن تاڼې پوليس دوي وبلل هلته یې پرې تشدد وکړو او د شپې تر څلورو بجو پورې يې بند کړي وو.

په سوشل ميډيا د ډاکټرانو او پولیس د شور او تشدد ويډیوز هم خپرې شوي دي.

ډاکټر امیرتاج وايي د دوي سره په کاربنديز کې د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو ټولې اتحاديې ملاتړ کوي.

راپورونه وايي د خېبر ټيچنګ روغتون انتظاميې د پرونۍ پېښې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG