لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دهرهغه ګام ملاتړ کوؤ چې سولې ته مو رسوي


دافغانستان صدر ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دهغه د حکومت یوازینۍ موخه د دائمي سولې ټینګښت دی اؤ دغه هدف ته د رسیدلو دپاره د هر اخستل کیدونکي ګام ملاتړ کوي.

ولسمشر غني دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان اؤ پاکستان دپاره دالمان ځانګړي استازي مارکوز پوټزیل سره دکابل صدارتي محل کې دلیدنې په مهال کړي دي.

په دغه لیدنه کې افغانستان کې دسولې دپاره په وورستیو هلو ځلو خبرې اترې شوي اؤ دالمان استازي ښاغلي اشرف غني ته باور ورکړی چې حکومت یې دسولې پروسه کې افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په دې وروستیو کې دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیل زاد ترمینځ قطر کې دسولې دټینګښت په اړوند څو کرته خبرې شوي خو په دغو خبرو کې امریکا لا په دې نه ده بریالۍ شوې چې طالبان افغان دولت سره اوربند اؤ نیغ په نیغه خبرو ته اماده کړي.

زلمي خلیل زاد دقطر دمزاکراتو د وروستي پړاؤ نه وروسته په طالبانو غږ کړی ؤ چې افغان دولت سره اوربند اؤ بین الافغاني خبرو ته غاړه کښیږدی خو طالبان دریځ لري چې لمړی باید امریکا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو مهال ویش اعلان کړي بیا به داوربند اؤ افغان دولت سره خبرو ته کښیني.

دافغانستان د صدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دالمان ځانګړي استازي سره لیدنه کې ولسمشر اشرف غني ویلي حکومت یې دسولې دټینګښت پروسه کې هر رقم مرستې اؤ همکارۍ ته چمتو دی اؤ غواړي چې دافغانانو د هیلو په رڼا کې دسولې پروسه په بریالیتوب سره سرته ورسوي.

ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې پیل کې طالبانو سره دسولې په اړوند یوه درنه مشورتي لویه جرګه هم راغوښتې وه اؤ ددغه جرګې څخه یې رایې اخستې وه چې باید طالبانو سره په کومو شرطونو یا څه رقم روغه جوړه وکړي.

په دغه جرګه کې څه دپاسه دریوؤ زرو کسانو برخه اخستې وه اؤ پخپل پرېکړه لیک کې جرګې دافغان دولت اؤ طالبانو څخه غوښتنه کړې وه چې باید دجګړو نه تیر اؤ اوربند ته حاضر شي.

خو طالبانو ددغه مشورتي لویې جرګې وړاندیزونه رد کړي وؤ اؤ دا یې یوه نمائشي لویه جرګه بللې وه.

د مئ دمیاشتې په پینځمه نېټه افغان ولسمشر اشرف غني دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره هم ټیليفوني تماس نیولی ؤ اؤ هغه نه یې افغانستان کې دسولې دټینګښت په هڅو کې دهمکارۍ غوښتنه کړې وه.

وزیراعظم عمران خان وایي پاکستان وړاندې هم افغانستان کې دسولې دپاره خپل کردار ادا کړی ؤ اؤ بیا به یې هم ادا کوي خو ددې ترڅنګ هغه په دې وروستیو کې څو ځل افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت جوړولو غوښتنې هم کړي دي چې افغان دولت دعمران خان دغسې غوښتنې پخپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG