خپلسره وسله والې ډلې دولت اسلامیه یا داعش دهند د واک لاندې کشمیر کې د هند صوبې جوړولو داعلان وروسته پاکستان کې هم دخپلې صوبې جوړولو اعلان کړی دی.
دترهګرۍ دګواښونو څارونکې استخباراتي ډلې سائيټ ویلي د داعش دخراسان په نوم څانګې یا صوبې تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې دا دواړه سیمې د دوئ د ماموریت لاندې دي.
دداعش دخراسان صوبې په نوم څانګه د افغانستان دپولو ترڅنګ د کال ۲۰۱۵م راهسې دترهګرۍ په فعالیتونو بوخته ده.
دداعش پاکستان صوبې دځان څرګندولو په خاطر د “اعماق نیوز ایجنسۍ” په نوم جوړ کړل شوې یوې انټرنیټي پانه باندې روانه اوونۍ دبلوچستان مستونګ سیمه کې د یو پاکستاني پولیس عسکر د وژلو اؤ کوټه کې دپاکستاني طالبانو په یوه غونډه د ډزو کولو پړه هم پغاړه اخستې وه.
همدغه شان تیره میاشت دکوټي دهغه ځانمرګي برید پړه هم داعش قبوله کړې وه چې پکې ۲۱ کسان وژل شوی اؤ تر ۵۰ؤ نور ژوبل شوي وؤ.
د داعش لخوا داعلان کړل شوې پاکستان صوبې دواړه ضلعې یا ولسوالۍ دافغانستان اؤ ایران دپولو سره لګیدلې دپاکستان دبلوچستان ایالت سیمې دي چې پکې ګڼ شمیر بیلتون خوښې ډلې اؤ فرقه ییز تنظیمونه په وسله والو فعالیتونو بوخت دي.
پاکستان په سمدستي توګه دداعش لخوا شوې دپاکستان صوبې جوړولو په دعوه خپل غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې دریځ لرلو چې پاکستان کې داعش په منظمه توګه شتون نه لري.
څیړونکي وایي چې دداعش له لوري د پاکستان اؤ هند صوبو جوړولو دعوې په شام اؤ ایران کې ددغه ډلې دخپلسره خلافت له ړنګیدو وروسته دځان پیاوړي کولو یوه هڅه د