لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ډالر نرخ دتاریخ لوړې کچې ته رسیدلی


پاکستان کې پرله پسې په دویمه ورځ هم دپاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ ختلی اؤ دجمعې په ورځ دبانکونو دننه یو ډالر په ۱۴۹ روپو اؤ ۳۰ؤ پیسو اؤ په خلاص مارکیټ کې په ۱۵۰ روپو تبادله شوی دی.

څیړنکي وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې ایم ایف سره د دپور د تړون نه راپدیخوا ددې هیواد په تاریخ کې دالمړی ځل دی چې د ډالر نرخ دومره لوړې کچې ته رسیدلی دی .

تیره ورځ هم د ډالر نرخ پینځه نیمې روپۍ سیوا شوی ؤ اؤ په بانک کې یو ډالر په ۱۴۷ روپو تبادله شوی ؤ.

دجمعې په ورځ دپاکستان د ونډو په بازار کې هم کاروبار په ښکته تللی اؤ ۱۰۰ انډیکسه د۶۴۸ؤ پوائنټونو په کمیدو سره د ۳۳زره اؤ ۳۲۲ کچې ته راغلي دي.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي چې په مارکيټ کې د ډالر بره ښکته تلل د رسد او طلب سره تعلق ساتي او دا چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د لوظنامې وروسته دا ويره څرګنده شوې چې د روان کال دسمبر ۲۰۱۹ پورې به د روپۍ قدر د ۱۵ نه تر ۲۰ فيصده پورې نور راکم شي.

تیره ورځ یو شخصي ټي وي سره خبرو کې ملک بوستان ویلي وؤ د پاکستان د بهرنۍ زر مبادله ذخيره کمه ده او دا به د وخت نه وړاندې وېنا وي چې کله به حالات سم شي.

ځينې اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې د ايي اېم اېف سره د قرض يا پور په سر شوي ټول شرطونه لا ډېر په ډاګه نه دي او د دغو شرطونو په څرګند ډول ښکاره کېدو پورې د پانګه والو اعتماد نه په ځای کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG