د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت مخالفه ګوندونه په روژه ماتي بللي چې د راتلونکې دپاره تګلاره جوړه کړي.
د پيپلز ګوند لخوا نن د اتوار، دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په زرداري هاؤس کې غونډه جوړه شوې ده.
د پيپلز ګوند فرحت الله بابر ويلي دا ناسته کومه رسمي ايجنډا نه لري، د مخالفه ګوندونو د مشرانو يوه ناسته ده.
ډان ورځپاڼې د بابر د قوله ويلي د سياسي خلکو په ليدنه کې سياسي بحث کيږي او زياته کړې يې ده دې ته د مخالفه ګوندونو غټه ناسته ویلی شي او په نزدې راتلونکې کې د يوې رسمي ناستې دپاره لمړی قدم کېدی شي.
ويل شوي بلاول بټو زرداري د مسلم ليګ ن ګوند نايب صدر او د پخواني وزيراعظم نوازشریف لور مريم نواز ته په ټيليفون په خپله د روژه ماتي بلنه ورکړې ده.
مسلم ليګ ن ګوند پخلی کړی چې پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او مريم نواز سره به د ګوند شپږ تنه په روژه ماتي کې ګډون کوي.
پيپلز ګوند د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان، د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بلوچستان نيشنل پارټي مېنګل مشر اختر مېنګل، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او قومي وطن پارتۍ مشر افتاب شېرپاؤ ته بلنه ورکړې ده.
پيپلز ګوند دا غونډه په داسې حال کې رابللې چې د حکومت مخالفه ګوندونه د عمران خان په وزیراعظمۍ د تحریک انصاف ګوند په حکومت سختې نيوکې کوي چې په ملک کې يې ډېره ګراني جوړه کړې او د ملک چلولو قابليت نه لري.
دغه ډول مخالفه ګوندونه د حکومت نه غوښتنه کوي چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره یې د قرضې اخیستو په سر کوم شرطونه منلي هغه دې پارليمان او ولس ته وړاندې کړي.
ويل کیږي مخالفه ګوندونه د اختر نه وروسته د حکومت پرضد په احتجاج لاس پورې کوي، مولانا فضل الرحمان اسلام اباد پله د لانګ مارچ کولو ويلي او مسلم ليګ ن ګوند به سبا د ګل، دوشنبې په ورځ د ګوند په کچ خپله فېصله وکړي.
ځينې راپورونه وايي پيپلز ګوند د حکومت مخالفه تحریک چلولو دپاره د خپلمنځی اختلاف سره مخ ده ځينې مشران يې وايي په پارلیمان کې دننه احتجاج پکار دی او ځينې وايي ولس دې په سړکونو را وويستل شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت د وزيراعظم د اطلاعاتو مشاورې د پيپلز ګوند د ننۍ غونډې راجوړېدو په غبرګون کې ويلي،
د کوم اولاد دپاره چې مال راټول کړی شوی د هغې نه ګټې اخيستونکي نن د دغه مال د ساتنې دپاره په تګلاره غور کوي. دوي ته د پاکستان د ولس هيڅ درد نشته. نن دوي په روژه ماتي يواځې په بهر ملکونو کې د خپل مال خوندي کولو او اومني ګروپ د باب ساتنې په پلان سوچ کوي.