لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د قبايلي ضلعو ماشومانو ته به د ټيکو سره روپۍ هم ورکول کيږي


په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو کې به اوس هر ماشوم ته د ټيکې يا ويکسين په وخت په مرکزونو کې دوه، دوه سوه روپۍ ورکولی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د ټيکو د پروګرام (اي پي ايي) مشر ډاکټر صاحب زاده محمد خالد خان وايي، په صوبه کې شامل شوؤ قبايلو ضلعو کې ډېر ماشومان د لسو بېلابيلو ناروغو د ټيکو نه له دې امله محرومه پاتې شي چې د ټيکو مرکزونه ترې لرې وي او يا يې مور پلار دغو مرکزونو ته د تګ دپاره پېسې نه لري.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دغو مرکزونو ته د ټيکو دپاره په تګ به يو ماشوم ته دوه سوه روپۍ ورکولی شي.

د نوموړي ډاکټر په وېنا د جنورۍ د مياشتې نه تر اوسه پورې چې څومره ماشومانو ته ټيکې لګول شوي دغو ماشومانو ته به پېسې ورکول کيږي.

ډاکټر خان وايي د قبايلي ضلعو خواوشا يو لاک او ۷۵ زره ماشومان به د دې نه ګټې ترلاسه کوي او دا پېسې به د شپږو ټيکو لګولو پورې په هر ځل ورکولی شي.

هغه وايي د دې پروژې دپاره پېسې ځانګړې کړی شوي دي او د دې پروژې هدف يې دا دی چې ټولو ماشومانو ته ټيکي ولګول شي.

نوموړی ډاکټر زياتوي ماشومانو ته د ټيکو لګولو په وخت د پېسو ورکولو داسې کوم شرط نشته او د کورنۍ هر ماشوم ته به ورکولی شي خو د مور او پلار شناختي کارډ او پته يا درک يې د قبايلي ضلعې پکار دی.

هغه وويل دا پېسې به ماشومانو ته په مرکز تلو ورکولی شي د دې دپاره به ټيمونه کور په کور نه ګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG