د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د مومندو ضلعې سره تعلق لرونکې وژل شوې ماشومې لس کلنې فرشتې پلار وايي، "فرشته لور يې د رياست ظلم وژلې ده".
فرشته د روانې میاشتې په ۱۵ نېټه د اسلام اباد د شهزاد ټاؤن د علي پور علاقه کې د کوره وتلې او بيا بيرته نه وه ورغلې.
د لس کلنې فرشتې جسد پرون د ګل، دوشنبې په ورځ ناوخته د ځنګل څخه ترلاسه شوی چې پلار يې وايي د هغې د وجود ځينې اندامونه ځناورو خوړلي وو.
د وژل شوې ماشومې پلار ګل نبي وايي د لور د بې درکه کېدو وروسته د شهزاد ټاؤن تاڼې ته ورغلی خو پوليس د دغه رپوټ نه درج کوو.
هغه وايي که پوليس يې په وخت د لور د بې درکۍ رپوټ درج کړی وی او مالومات يې کړی وی د لور سره به يې دومره ظلم نه وی شوی.
ګل نبي وايي "د پاکستان د حکومت نه غوښته کوي او فرشته د رياست ظلم وژلې ده او مجرم پېدا کول يې د ریاست کار دی".
راپورونه وايي د فرشتې سره جنسي تېری شوی او د هغې وروسته وژل شوې ده، خو چارواکو د دې خبرې په رسمي ډول پخلی نه دی کړی او وايي د طبي معاينې وروسته به هر څه په ډاګه شي.
د فرشتې د جسد ترلاسه کېدو وروسته د هغې مړی د اسلام اباد پولي کلېنک روغتون ته د طبي معاينې (پوسټ مارټم) دپاره وړل شوی خو په روغتون تور لګول شوی چې معاينه يې نه کوله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ او د مومندو قبايلي ضلعې د عوامي نيشنل ګوند مشر نثار مومند سره د ګڼو کسانو بيا د روغتون مخې ته ورغلي او احتجاج يې کړی ؤ.
وروسته د شپې ويل شوي د ماشومې طبي معاينه شوې ده.
نن د نهې، سه شنبې په ورځ په ۱۱ بجې په علي پور کې د فرشتې جنازه شوې خو د جنازې وروسته د پي ټي اېم غړو او ځايي خلکو د شهزاد تاؤن په ترامړي چوک د فرشتې جنازه اېښودې او احتجاج کوي.
د عوامي نیشنل ګوند د مومندو د مشر او پي ټي اېم د مشرانو په ګډون ځايي خلک غوښتنه کوي چې د شهزاد ټاؤن د تاڼې پوليس عمله دې معطل کړی شي او د پېښې د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي.
د شهزاد ټاؤن پوليسو ويلي د ماشومې طبي معاينه شوې خو په رپوټ راتلو کې به يې وخت لګي.
د فرشتې د وژنې پېښې ته په سوشل ميډيا غبرګون کې د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر میا افتخار حسېن ويلي،
"د فرشتې مومند لور مسخ شوی جسد پروت دی" هغه شعر ليکلی چې
"چې زما فرشتې پکې محفوظ نه دي...اور دې په داسې اسلام اباد ولګي".
په سوشل میډيا د فرشتې د وژنې پېښه په سختو ټکو کې غندل شوې او هغې ته د انصاف ورکولو غوښتنه کيږي.
د ځايي میډيا ترمخه د کورنیو چارو وزير اعجاز شاه د پېښې خبر اخيستی او د اسلام اباد پوليس نه یې د پېښې رپوټ غوښتی دی.