لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ منځني ختیز ته د نورو امریکایي ځواکونو دلیږلو اعلان وکړو


دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ‌ اعلان کړی دی چې امریکا منځني ختیز ته خپل نور پوځیان لیږي ترڅو د ایران لخوا د دپېښو احتمالي خطرو څخه امریکایي پوځ ته تحفظ ورکړل شي.

خبریالانو سره دخبرو په مهال د امریکا غږ دیوې پوښتنې ځواب کې امریکایي صدر ویلي “ددوئ( پوځیانو) فعالیتونه به زیاتره دتحفظ ورکولو د بڼې وي”

د سپېنې ماڼۍ یا واېټ هاوس د يو پلان لاندې په دې خبره غور روان دی چی د ايران سره د وروستي تاو تريخوالي له کبله دپېدا شوو خطرو د مخنيوي لپاره منځني ختيز ته په زرګونو پوځیان ولیږي.

دامریکا ددفاع سرپرست وزیر پیټ شناهان ویلي منځني ختیز ته چې کوم پوځیان لیږل کیږي سره به دمیزائیلي برید دخطرو نه د ژغورنې په خاطر دپیټریات میزائیلو یو کنډک ،داستخباراتو،څارنې اؤ جاسوسۍ دپاره یوه بله الوتکه،انجنئیران اؤ جنګي الوتکې لیږل کیږي.

شناهان ویلي دامریکا د مرکزي قوماندې دکار دساحې دنه منځني ختیز ته د نورو پوځیانو لیږلو دا کار یو دانشمندانه ګام دی چې مقصد یې په راتلونکي کې دکرکې نه د ډکو ګامونو اخستلو مخه نیول دي.

ددفاع وزارت یا پینټاګان کې خبریالانو ته دامریکا دسمندري ځواکونو مشر مائیکل ګلدی ویلي منځني ختیز ته دلیږل کیدونکو دغو نوؤ پوځیانو شمیره به ۹۰۰ وي.

د پينټاګان د چارواکو لخوا صدر ټرمپ په هغه پلان باندې خبر کړی شوی چې امکان لري د ايران سره د کړکيچ په زياتيدو د امريکايي پوځيانو په شمير کې د زیاتوالي سبب شي.

تر دې دمه د ایران او امریکا په تاوتریخوالي امريکايي چارواکي دریځ لري چې د دوي ګامونه د ایران پارولو لپاره نه دي. د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ويلي، مونږ نه غواړو چې ايران سره شخړه زياته شي او يوازينی هدف مو د ايران پوهول دي چې سمه اندازه وکړي. زمونږ د تگلارې هدف جنګ نه بلکې ه د جنګ مخنيوی دی.

ايراني چارواکي هم وايي چې د امريکا سره جنګ نه غواړي. خو څيړونکي وايي په روانو حالاتو کې د جنګ امکانات زیات دي.

د رينډ کارپوريشن ډيليا ډثساکی وايي امریکا او ایران د کشالې په مخنیوي زور ورکوي او مونږ وينو چې د قوت ښکاره کولو سره ايران ته داسې يو پيغام ليږل کيږي چې که چرې دوي حمله کوي نو ځواب به ورکول کيږي.

که چرې د ټرمپ انتظاميه د ايران سره د سېوا شوې کشالې وروسته د امريکايي پوځيانو د شمير زياتولو کام منظوروي نو د صدر د پخوانيو تګلارو پر ضد به وي چې هميش يي بهر هيوادونو کې د امريکايي ځواکونو د کمولو وينا کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG