لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ميران شاه کې د پي ټي اېم احتجاجي ناسته په درېمه ورځ روانه ده


په ۲۶ مې د وزيرستان په خړ کمر علاقه کې د رامنځته شوې پېښې وروسته په ميران شاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پېل شوې احتجاجي ناسته او د غمرازۍ کېمپ په درېمه ورځ دوام لري.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په ۲۶ مې د پي ټي اېم لخوا په پوځي چيک پوسته بريد شوی او بيا په پوځي ځوابي ډزو کې درې کسان وژل شوي او د پينځه پوځيانو په ګډون لس کسان ژوبل شوي وو. د پېښې په دوېمه ورځ پوځ د نورو پينځه مړو ترلاسه کېدو خبر ورکړی ؤ.

خو د پي ټي اېم مخکس مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تور لګولی چې د خړ کمر په چيک پوسته پوځ په دوي نېغې ډزې کړي او د ۱۳ غړي یې ورله وژلي وو.

داوړ بيا د يادې پېښې پرضد په میران شاه کې د احتجاجي پرلت اعلان کړی ؤ.

نوموړي پرون د نهې، سه شنبې په ورځ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي ؤ چې د شمالي وزيرستان د اتمانزۍ قامي جرګې مشران ورغلي چې دوي د حکومت په وېنا ورغلي چې د يوې اوونۍ پورې دې دغه ناسته وځنډوي او د علي وزير په ګډون د نیول شوؤ کسانو د خوشي کولو باور یې ورکړی ؤ.

خو داوړ ویلي جرګې ته یې ځواب کړی چې هغه نيمګړی دی چې ټول ملګري او منظور پشتين په خپله هلته ورسي د هغې وروسته به د راتلونکې فېصله کوي.

فريد اصغر چې د پي ټي اېم فعال دی وايي په ميران شاه کې ناسته روانه ده او د شمالي وزيرستان د ميران شاه پورې ټولې لارې تړل شوي او د مقامي خلکو نه علاوه بل چاته علاقې ته د تلو اجازه نه ورکول کيږي. او په علاقه کې په کرفيو کې نرمي شوې ده.

هغه وویل د کوټې، پېښور او نورو علاقو نه خلک میران شاه ته تلل غواړي خو د سېدګۍ په چيک پوسته دا خلک ودرول شوی مخکې يې نه پرېږدي.

د راپورونو ترمخه د جنوبي وزيرستان او بنو څخه د ميران شاه احتجاجي ناستې ته په لويه شمېره کې خلک ور روان شوي دي.

د دې ترڅنګ په علاقه کې ټيلیفون او د موبايل هر ډول سروسونه تړل شوي دي.

په عېن حال کې پرون په پېښور کې د کورنيو او قبایلي چارو د محکمې يوه لوړ پوړې غونډه شوې چې پکې د امنيتي ادارو غړو ګډون کړی په غونډه کې د خړ کمر د پېښې وروسته د امنیت جاج اخیستل شوی او ویل شوي چاته به د قانون په لاس کې اخیستو اجازه ور نه کړی شي.

بل لور ته د بلوچستان په چمن ښار کې د پي ټي اېم مخکښ مشر ملا بهرام پوليسو نيولی او د هغه د نيولو پرضد د چمن د سټي تاڼې مخې ته احتجاجي پرلت پېل کړی شوی دی.

پوليس ويلي ملا بهرام یې په درېو مقدمو کې نيولی دی.

په ۲۶م مې د وزيرستان د پېښې پرضد د بلوچستان په چمن، کوټه، پشين، کچلاک، لورالايي، قلعه سېف الله، ژوب، مسلم باغ موسی خېل، هرنايي، دوکۍ او سنجاوۍ کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

دغه مظاهرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نيشنل ګوند په شريکه کړي دي.

په کوټه کې د خړ کمر د پېښې پرضد د احتجاجي مظاهرې وروسته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په سېنېټر عثمان خان کاکړ، په اېم پي ای نصرالله خان زيري، ډاکټر حامد اڅکزي د پي اېس او په کبير افغان او لطيف کاکړ باندې هم مقدمه درج شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG