د پاکستان د برني اېوان سېنېټ د قومي يکجهتۍ ځانګړې کمېټۍ مشر وايي د پښتون ژغورنۍ غورځنګ د مشر منظور پشتين سره يې لیده کاته شوي او د وزيرستان د خړ کمر د پېښې وروسته په حالاتو ورسره غږېدلی دی.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د سېنېټ د کمېټۍ مشر بېرسټر محمد علي خان سېف وويل، د دوي کمېټۍ د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پېښې نوټس اخيستی او دوي هڅه کوي چې د پېښې وروسته روان حالات روغې جوړې پله بوځي.
هغه وویل د منظور پشتين سره يې ليدلي او په دې خبره غږېدلي دي چې دوي په روانو حالاتو کې د روغې جوړې هڅې کوي او هغوي ورته هم ويلي چې دوي دې خپل رول ادا کړي.
د وي او ای ډیوه د پوښتنې چې دغه کميټي په کوم حيثيت د پي ټي اېم سره خبرې کوي؟ هغه وویل د دوي کمېټۍ منظور پشتين مخکې هم راغوښتی او اوس هم دوي د خپلې کمېټۍ په حېث دا ليدنه کړې د حکومت په استازيتوب يې دا کار نه دی کړی.
ښاغلي سېف وويل د وزيرستان پېښه ښه نه دي شوي، د دوي کمېټي لګيا ده د پي ټي اېم او حکومتي ادارو سره يې د مخکې نه خبرې روانې وي خو دا تازه افسوسناکه پېښه رامنځته شوه او دوي اوس هڅه کوي چې دا حالات نور خرابېدو پله لاړ نه شي.
نوموړی زياته کړه دوي به د پي ټي اېم د شکايتونه د حکومت او حکومتي ادارو په وړاندې کېږدي، او د تازه پېښې به پلټنې کيږي په هغې کې به ګناهګار مالوم شي او پکار ده چې د زمه وارو پرضد یې کارروايي وشي.
سېف وویل پي ټي اېم د خپل طرفه د ښه خواهشاتو اظهار کړی او د سرکار ادارې هم غواړي چې دا خبره اوس روغې پله لاړه شي.
د پاکستان پوځ ادعا کوي په ۲۶ مې د پي ټي اېم لخوا د شمالي وزيرستان په خړ کمر علاقه کې په پوځي چيک پوسته بريد شوی او بيا په پوځي ځوابي ډزو کې درې کسان وژل شوي او د پينځه پوځيانو په ګډون ۱۵ کسان پکې ژوبل شوي وو. د پېښې په دوېمه ورځ پوځ د نورو پينځه مړو ترلاسه کېدو خبر ورکړی ؤ.
خو د پي ټي اېم مخکس مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تور لګولی چې د خړ کمر په چيک پوسته پوځ په دوي نېغې ډزې کړي او د ۱۳ غړي یې ورله وژلي وو.
داوړ بيا د يادې پېښې پرضد په میران شاه کې د احتجاجي پرلت اعلان کړی کوم چې نن د شورو، چارشنبې په ورځ په درېمه ورځ دوام لري.
د منظور پشتين په مشرۍ د پي ټي اېم پلاوي د اپرېل د میاشتې په نيمايۍ کې د سېنېټ د یادې کمېټۍ سره ليدلي وو.
د دغه ليدنې په اړوند ښاغلي سېف ويلي ؤ، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته يې باور ورکړی چې د دوی د غوښتنو په بنیاد به د سېنېټ غونډې ته خپلې سپارښتنې وړاندې کوي او د حل لارې په لټولو کې به ورسره مرسته کوي.
هغه ويلي ؤ"د پښتنو په کلچر کې جرګه یو داسې روایت دی چې ستونځې پکې په خبرو حل کېږي او دا کمېټۍ د آیین او قانون تر منځ د پله کار کوي، مونږ به د پي ټي اېم د اندېښنو د لرې کولو بشپړه هڅه کوو، خو په دې برخه کې به په سلا مشورو پر مخ ځو".
له دغې وروسته د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د اپرېل په وروستيو کې په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو څخه پېسې اخلي او ویلي يې ؤ چې د پي ټي اېم وخت نور ختم، چې څومره ازادي يې اخيستل غوښته هغه يې واخيسته.
د پي ټي اېم مشر د خړ کمر د پېښې وروسته ویلي پوځ ورته دغه ګواښ کړی او د هغې وروسته يې په غړو ډزې وشوې.