لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې تېل يو ځل بيا ګران کړی شوي


د پاکستان تحريک انصاف ګوند مرکزي حکومت د تېلو بيعې يو ځل بيا سېوا کړي او يو ليټر پټرول څلور روپۍ او ۲۶ پېسې ګران کړی شوي دي.

د پټرولو په بيعه کې د سېوا والي سره د يو ليټر پټرولو بيعه ۱۱۲ روپۍ او ۶۸ پېسو ته رسېدلې ده.

هايي سپيډ ډيزل ۱۲۶ روپۍ او ۸۲ پېسو، لايټ ډيزل ۸۸ روپۍ ۶۲ پېسې د خارو تېل د ۸۶ روپو ۹۴ پېسو نه ۹۴ روپو ۴۹ پېسو ته ختلي دي.

تېره مياشت د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ د تېلو او ګېس د نظم ادارې (اوګرا) په سپارښتنه د يو ليټر پټرولو نورو نهه روپو او ۳۵ پېسو ګرانولو منظوري ورکړې ده.

تېر کال چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت راغلو هغه وخت د يو ليټر پټرولو بيعه ۹۵ روپۍ او ۲۴ پېسې وه.

مخالفه ګوندونو د تېلو په بيعو سېوا کولو د تحريک انصاف په حکومت سختې نیوکې کړي دي.

د مسلم ليګ ن د پنجاب په اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر حمزه شهباز ویلي،

معاشي ترهګرو ملک او ولس يرغمال کړي دي د عمران نيازي اصليت ښکار شوی او د ښېګړې په نوم چې د ولس سره کومه دوکه شوې هغه ښکاره شوه.

د پاکستان پيپلز ګوند نفيسه شاه ويلي د تېلو بيعې شپه په شپه سېوا کول د ولس په جېب ډاکه اچول دي دا حکومت د ولس نه وينه اوباسي.

په سوشل ميډيا هم په حکومت سختې نيوکې شوي چې د اختر نه وړاندې يې د خلکو نه خوشحالۍ وتروړلې او د ارزانۍ په ځای يې پرې ګراني راوسته.

طلحه نومې تن په ټويټر ویلي،

ستاسو د ښکلي وزيراعظم عمران خان د طرفه ستاسو دپاره د اختر ډالې، بس تاسو مه ويريږئ، د اختر ځانګړی پېکج

عمران دهمړا ویلي،

د تبديلۍ خواهشمندو او د پي ټي ايي ووټرانو شرم خو به درځي، اوس هم مه ويريږئ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG