لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د خړ کمر په پېښه مونږ ته پېسې نه، انصاف پکار دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، "اول پښتانه ځوانان وژنه، خوېندې ميندې يې ژړوه او بيا پېسې ورکوه، داسې نه شي کېدی دا د غېرتي خلکو وينې دي په پېسو نه شي اخيستل کېدی مونږ ته پېسې نه، انصاف پکار دی".

د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان د خالي، شنبې په ورځ اعلان کړی چې د خړ کمر په پوځي چيک پوسته رامنځته شوې پېښه کې وژل شوي تن ته به ۲۵ لاکه روپۍ او ژوبل ته به يو لاک روپۍ مالي مرستې ورکوي.

منظور پشتين پرون د خالي، شنبې په شپه په پېښور کې احتجاجي ناستې ته په وېنا کې وويل دا خلک په پښتونخوا کې مړي کوي او د هغې په بنیاد يې بلها ډېرې روپۍ وګټلې.

هغه وویل دوي د دنیا نه د پښتنو په پېسو اخیستو وروسته دوي نورو کاروبارونو ته لاس واچول تر دې چې د چرګانو د هګو پورې او په سمندر کې د ګېس راویستو يې وويل خو په ټولو کې پاتې راغله ځکه د پښتنو په وينو پېسو ګټلو ته بيا راوګرځېده.

نوموړي وويل دا منو چې پوځيان وژل شوي دی او دوي وايي چې ترهګرو وژلي نو سوال دا دی چې ترهګر چا جوړ کړي وو.

هغه وويل ترهګر خو ستا پوځي مشر کرنل امام او نورو جوړ کړي نو د دې مطلب دا دی چې دا پوځيان ستاسو پاليسيانو وژلي دي.

پشتين د احتجاجي پرلت ناستو ګډون والو ته په وېنا کې د پښتنو په تاريخ رڼا اچولې چې پښتانه د پاکستان جوړېدو نه ډېر مخکې د انګرېز سامراج د زمانې نه په دغه ډول ساتل شوي او اوس هم چې کله د پښتنو ضرورت پېښږي کارول کیږي خو کله چا پوهه نه کړل.

نوموړي په خپله تفصيل وېنا کې د پښتنو په خاوره د موجوده وسايلو يادګېرنه کړې او تفصيلي خبرې يې پرې کړي دي.

هغه وویل په پېښور کې به احتجاجي ناسته دوامداره ساتي.

په پېښور کې احتجاجي ناسته د خړ کمر د پېښې وروسته منظور پشتين اعلان کړې او تراوسه دوام لري.

د شمالي وزيرستان په خړ کمر علاقه کې په پوځي چيک پوسته د مې په ۲۶م د رامنځته شوې پېښې په اړوند پوځ ادعا کړې وه چې د محسن جاوېد (داوړ) او علي وزير په مشرۍ ډلې په پوځي چيک پوسته بريد کړی د ترهګر د سهولت کارو ازادولو هڅه يې کوله په پوځ يې نېغې ډزې او ګوزارونه کړي او بيا پوځ پرې ځوابي ډزې کړې وې.

پوځ په هغه ورځ د درېو بريد کوونکو د وژل کېدو او پينځه پوځيانو په ګډون د ۱۵ ژوبلېدو ويلي ؤ. خو د شمالي وزيرستان انتظاميې بيا په خپل رپوټ کې د وژل شوؤ شمېره ۱۳ او ژوبلو شمېره ۲۵ ښودلې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشرانو او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د پوځ او انتظاميې تورونه رد کړی چې دوي په چيک پوسته برید کړی او د پېښې پرضد يې په ميران شاه کې احتجاجي پرلت کړی کوم چې بيا د ننواتې وروسته ځنډول شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG