لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپښتونخوا حکومت قبائیلي ضلعو کې دټولټاکنو ځنډولو وړاندیز وکړو


دخیبر پښتونخوا حکومت د ټولټاکنو کمیشن ته وړاندیز کړی دی چې په قبائیلي ضلعو کې دامن دخراب وضعیت اؤ نورو بیلابیلو علتونو له امله باید په قبائیلي ضلعو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ دپاره کیدونکې ټولټاکنې وځنډوي.

ټاکل شوې ده قبائیلي ضلعو کې دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ د۱۶ؤ چوکیو دپاره ټولټاکنې د راتلونکې میاشتې په دوهمه نیټه کیږي چې هغې کې دبرخې اخستلو دپاره کاندیدانو ته الیکشن کمیشن انتخابي نخښې هم ورکړي دي.

مخالف ګوندونه تور لګوي چې تحریک انصاف نه په موجوده ګرانۍ،بدامنۍ اؤ نورو یو شمیر مسائیلو اولس زړه توری شوی اؤ دوئ ته معلومه شوې ده چې قبائیلي ضلعو کې ټولټاکنې نه شي ګټلی نو ځکه د ټولټاکنو نه دتېښتې لارې لټوي.

حکومتي سرچینو د اتوار په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دخیبر پښتونخوا حکومت دټولټاکنو کمیشن ته یو لیک لیږلی چې پکې دکمیشن نه غوښتنه شوې ده چې په دوهمه جولایي کیدونکې دصوبایي اسمبلۍ ټولټاکنې باید ۲۵مې جولایي ته وځنډول شي.

صوبایي حکومت دټولټاکنو ځنډولو علت دا ښودلی چې په قبائیلي ضلعو کې دامنیت وضعه خرابه ده اؤ دپولې دپورې غاړې څخه بریدونه کیږي چې په دغو بریدونو کې دسیاسي مشرانو دپه نخښنه کیدلو هم اندېښنه شته.

لیک کې ویلي شوي چې دلیويز اؤ خاصه دار ځواکونه دټولټاکنو دپاره تربیه نه لري اؤ دخاصه دارو د واک پولیسو ته د ورکولو له امله هم جنجالونه پیدا شوي دي ځکه نو په داسې وخت قبائیلي ضلعو کې ټولټاکنې ترسره کول باید وځنډول شي.

دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر ښاغلي شوکت یوسفزي رسنیو ته پخلی کړی چې صوبایي حکومت دټولټاکنو دځنډولو وړاندیز کړی خو هغه وایي چې هرکله ټولټاکنو ته زمینه مساعده شي نو بیا باید دغو سیمو کې ټولټاکنې وکړل شي.

خو مخالف سیاسي ګوندونه بیا دټولټاکنو ځنډول د واکمن ګوند تحریک انصاف یو سازش ګڼي اؤ وایي چې الیکشن کې د ماتې خوړلو داندېښنو له امله حکومت انتخاباتو نه دتېښتې لار ګوري.

دمومند ضلعې دعوامي نیشنل ګوند مشر اؤ دصوبایي اسمبلۍ دټولټاکنو کاندید ښاغلي نثار مومند وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دتحریک انصاف حکومت چې اولس سره کومې وعدې کړې وې هغې کې یې یوه هم پوره نکړل شوه اؤ اوس خپله چاړه په اوبو کې ویني چې دقبائیلي سیمو اولس دې ګوند ته ووټونه نه ورکوی نوځکه غواړي چې انتخابات وځنډوي.

هغه وویل په قبائیلي ضلعو کې ټولټاکنو ته لاره په بشپړ ډول هواره ده اؤ ټولې تیارۍ سرته رسیدلي دي، اؤ دامن صورتحال همغسې دی کوم چې دقامي اسمبلۍ د ټولټاکنو په مهال ؤ .

هغه پوښتنه راولاړه کړه چې که دامن حالت ښه نه دی اؤ حکومت‌ په ۲۵جولایي ټولټاکنې کول غواړي نو په ۲۳ؤ ورځو کې به څنګه قبائیلي سیمو کې دامن حالت ښه کولی شي ؟

نثار مومند وایي “دوئ په اصل کې قبائیل خپلو حقونو نه محروم ساتل غواړي، ځکه چې حکومت وعده کړې ده چې هرکال به ۱۰۰اربه روپۍ قبائیلو ته ورکوي، اؤ دغه پیسې به دصوبایي حکومت دلارې ورکول کیږي نو هرکله چې صوبایي اسمبلۍ کې دقبائیلو نمائندګي نه وي ،څوک به بیا په حکومت نظر ولري چې په دغو پیسو څه کوي؟”

دټولټاکنو کمیشن لا دصوبایي حکومت لخوا د ټولټاکنو ځنډولو وړاندیز ته جواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې یې پخپلو بیانونو کې ویلي چې قبائیلي سیمو کې به ټولټاکنې پخپل وخت کولی شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG