لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان اؤ پاکستان بیلابیلو څانګو کې د اړیکو په پیاوړتیا صلاح شوي


دامن اؤ یووالي دپاره د افغانستان اؤ پاکستان د کاري ډلو ګډه غونډه کې په دې خبره اتفاق شوی چې دواړه هیوادونه به په بیلابیلو څانګو کې دخپلو اړیکو د پياوړې کولو کوټلې هڅې کوي.

د دواړو هیوادونو دکاري ډلو ګډه غونډه د دوشنبې په ورځ دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې شوې چې پکې په په سیاسي،سفارتي،استخباراتي اؤ اقتصادي څانګو کې دهمکاریو په سیوا کولو اؤ پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو دسرنوشت په اړوند خبرې اترې شوي دي.

دکاري ډلو په دغه غونډه کې دافغانستان څخه اسلام اباد ته د ورغلي پلاوي مشري دافغانستان دبهرنیو چارو مرستیال وزیر زمان ادریس اؤ دپاکستاني لوري مشري خارجه سکتر سهیل محمود کوله.

دغونډې په پائ دخپور شوي بیان له مخې د امن اؤ یووالي دپاره د دواړو هیوادونو دغو کاري ډلو پخپله غونډه کې افغانستان کې دسولې په روانه پروسه اؤ دامن په ټینګښت هم خبرې کړي اؤ ددې ترڅنګ یې سیمه کې دامن د ټینګښت دپاره خپلو کې دمرستو اؤ باور په سیوا کولو اتفاق کړی دی.

تر دغې غونډې وروسته دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر زمان ادریس دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي سره هم لیدلي اؤ ورسره یې په یو لړ مهمو چارو اؤ د دواړو هیوادونو په اړیکو سیوا کولو خیالات تبادله کړي.

افغان پلاوي سره دلیدنې په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان به افغانستان اؤ سیمه کې دامن دټینګښت دپاره خپل رول اداکولو ته دوام ورکوي اؤ په دې لړ کې به دهیڅ رقم مرستې نه مخ ونه ګرځوي.

دامن اؤ یووالي دپاره دا کاري ډلې پاکستان اؤ افغانستان تیرکال دمئ میاشت کې جوړې کړې وې چې مقصد یې د دواړو هیوادونو ترمینځ دوه اړخیزه همکاریو ته وده ورکول وؤ.

اسلام اباد ته دافغانستان پلاوي خپل سفر په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې ده افغان ولسمشر اشرف غني هم د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په بلنه د رونې میاشتې په ۲۶مه نیټه دپاکستان په سفر ځي.

ولسمشر اشرف غني تیره میاشت وزیراعظم عمران خان سره د ټيلي فوني تماس ترڅنګ په دې وروستیو کې په سعودي عرب کې مخ په مخ لیدنه هم کړې اؤ هغه څخه یې افغانستان کې دسولې روان عمل کې دهمکارۍ غوښتنه کړې ده.

وزیراعظم عمران خان دمخه ویلي چې افغانستان کې امن دپاکستان په ګټه دی اؤ پاکستان به له خپله انده دافغانستان په سوله کې خپل رغنده رول لوبوي.

خو اسلام اباد ته د ولسمشر اشرف غني دسفر نه وړاندې اوړمه ورځ دافغانستان د ملي امنیت صلاح کار داکټر حمدالله محب په پاکستان سخت تورونه لګولي وؤ چې طالبانو سره مرستې کوي اؤ که اسلام اباد طالبان ونه پالي نو هغوئ یوه ورځ هم دجګړې توان نه لري.

پاکستاني چارواکو دحمدالله محب دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې چې کله هم دافغان چارواکو لخوا په اسلام اباد کابل کې دلاسوهنې تورونه لګیدلي نو پاکستان په کلکه رد کړي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG