لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنیب دچئیرمین په لانجمنه ویډیو چینل جرمانه،خو څېړونکو "دمدینې دریاست" په انصاف پوښتنې راولاړي کړي


دپاکستان دبرقي میډیا دڅار ادارې پیمرا ددغه هیواد داحتساب دملي ادارې دمشر دشخصي ژوند په اړوند دیوې شکمنې ویډیو اؤ اډيو په خپرولو د نیوز ون په نوم یو شخصي ټي‌ وي چینل باندې یو میلیون روپۍ جرمانه لګولې ده.

خو څېړونکو دپیمرا دا ګام دانصاف دتقاصو په ضد بللی اؤ ویلي یې دي چې باید دمدینې د ریاست دعوه کوونکو لمړی ددغه ویډیو پلټنې کړې وی چې ایا دنیب چئیرمین په رښتیا هم پخپل سرکاري دفتر کې دېوې زنانه سره بد اخلاقي کړې ده که په ناحقه ورپسې دغه ویډيو اؤ اډیو تړل شوې ده؟

دنیب چئیرمین پسې په تړلې ویډیو کې څه وؤ؟

د تیرې میاشتې په وروستیو کې دنیوز ون په نوم چینل باندې یوه ویډيو اؤ اډیو خپره کړل شوې وه چې پکې یو سړی دیوې میرمنې سره په غاړې وتلو اؤ داعتراض وړ خبرو کولو باندې ښودل شوی ؤ‌.

دغه چینل په ویډیو کې په نظر راتلونکی سړی دنیب چئیرمین جاوید اقبال بللی ؤ خو د ویدیو اؤ اډيو خپریدو وروسته نیب پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دا ویډیو اؤ اډیو د نیب چئیرمین سره سره هیڅ تړاؤ نه لري اؤ ددې دخپرولو مقصد دنیب چئیرمین بدنامول اؤ بلیک میل کول دي.

خو په ویډیو کې په نظر راتلونکې میرمنې چې پیژندګلو یې دطیبه فاروق په نوم شوې وروسته په ټولنیزو رسنیو خپره شوې خپله یوه بله ویډيو کې دعوه کړې وه چې دهغې ویډيو حقیقت ده اؤ هغې په شعوري توګه هڅه کړې وه چې دنیب مشر سره د اړیکو جوړولو دلارې دهغه حقیقت دنیا ته ښکاره کړي.

پیمرا پخپل امر کې څه ویلي ؟

پیمرا په یاد ټي وي چینل د جرمانې لګولو په امر کې ویلي چې دغه چینل وړومبی دعوه کړې وه چې دسپکاوي ډاکه دا ویډیو یې د ولسي ښېکړې په اساس خپره کړې ده خو وروسته یې بیا دا ویډیو ناسمه وبلله اؤ په هغې یې بخښنه هم وغوښته.

دپیمرا امر کې ویل شوی چې نیوز ون چینل نه ددغه ویډیو په اړوند سپیناوی هم غوښتل شوی ؤ خو دهغوئ لیکلی بیان ډاډمن نه ؤ اؤ د لانجمنو موادو دنشر کلو په اړوند کوټلي جواز وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

پیمرا ویلي که چرې نیوز ون په یوه میاشت کې دجرمانې یو میلیون روپۍ ډکې نه کړې نو په ضد به یې عدالتي ګامونه اخستل کیږي اؤ شونی ده چې ددې ټي‌ وي لائسنس هم لغوه یا منسوخ کړل شي.

څیړونکي دمدینې دریاست په انصاف ولې نیوکې کوي؟

خو څېړونکي بیا دپیمرا دا ګام یو اړخیز بولي اؤ وایي چې دچینل جرمانه کولو نه یې وړاندې باید په دغه چینل دخپرې شوې ویډیو پلټنې کړې وې چې اصل ده که نقلي؟

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین وائس اف امریکه ډيوه سره په خبرو کې وویل دچا د شخصي ژوند په هکله معاملې میډيا یا سوشل میډیا ته راوړل دمهذبو خلکو کار نه وي خو که دنیب چئیرمین پسې د تړل شوې ویډيو اؤ اډیو له امله یو چینل ته سزا ورکړل کیږي نو پکار ده چې دمدینې په ریاست کې لمړی ددې اډیو اؤ ویډیو تحقیقات شوی وي چې دا اصلي ده که هسې دنیب چئیرمین پسې تړل شوې ده؟

هغه وایي که چرې په تحقیقاتو کې چینل ګرم یا پړ ثابت شوی ؤ نو بیا دچینل په ضد قانوني کاروایي پکار وه خو که چرې دغه ویډيو اصلي وه اؤ دنیب مشر پړ ثابت شوی ؤ نو بیا خو پکار وه چې دمدینې دریاست حاکمانو انصاف کړی وی اؤ هغه ته یې هم سزا ورکړې وه.

هغه وویل دا ددې خبرې هم پلټڼې پکار دي چې دغه چینل ته دا اډیو اؤ ویډیو له کومې لارې رسیدلې ده ځکه چې ځینو راپورونو کې دعوې شوي چې ددې چینل تر شامخصوص لاسونهدي نو دغه لاسونه یا مخونه هم باید خلکو ته په ډاګه کړل شوي وی.

وتلی خبریال اؤ د ایکسپریس ټي وي چینل دپېښور څانګې مشر جمشید باغوان وایي په یو ټي پرته له پلټنو وي ددې خاطره جرمانه لګول چې ګنې کومه اډیو اؤ ویډیو یې خپره کړې هغه د نیب دچئیرمین نه ده دحیرانۍ اؤ دعقل نه بهر خبره ده.

ډیوه نیوز سره خبرو کې هغه پوښتنه وکړه چې تراوسه چا ددغې اډیو اؤ ویډیو په هکله پلټنې کړي چې ایا دا اصلي ده که نه هسې دیو ادارې په مشر پسې تړل شوې اؤ دهغه دبدنامولو هڅه پرې شوې ده؟

هغه وویل دانصاف تقاضه دا وه چې ددې اډیو اؤ ویډیو دحقیقت معلومولو دپاره باید کوټلې پلټنې شوې وې اؤ دهغې په اساس بیا پیمرا ګام پورته کړی ؤ. خو اوس په یو اړخیز ډول یوه معامله کې ټي وي ملامته کول اؤ دیوې ادارې مشر بغیر دپلټنو سپينول ښايي چې پاکستان کې اسانه لاره په صحافت اؤ صحافي فشار راوړل اؤ بندیزونه لګول دي.

دښاغلي باغوان په وینا داسې خو نیب هم په مهمو شخصیاتو د غبن دتورونو خبرونه دبریکنګ په توګه وړومبی په چینلو وچلوي اؤ وروسته بیا ریفرنس مخې ته راوړي اؤ اکثر چې دغه ریفرنسونه مخې ته راشي نو دومره څه پکې نه وي لکه چې یو شخصیت له هغې وړاندې په خبرونو کې بدنام یا رسوا کړل شوی وي

هغه وایي دتیرو څو کلونو راهسې پاکستان کې ډير په چټکتیا سره په صحافت د بندیزونو دائره پراخه کیږي اؤ مخکې چې به په ځانګړو موضوعاتو یو خبریال ته دلیکلو اجازه نه وه اوس ورته په عامو سیاسي تجزیو ا‌ؤ رپورټنګ هم په یوه اؤ بله طریقه سزاګانې ورکول کیږي ترڅو هغوئ اولس ته دحقیقتونو رسولو نه منعې کړل شي.

جمشید باغوان وایي په کلتوري یا تهذیبي توګه که دنیب دچئیرمین د یوې شخصي اډیو یا ویډيو مخې ته راوړل ښه کار نه ؤ خو د یوې ریاستې ادارې دمشر سره هم دا نه ښایي چې خپل سرکاري دفتر کې داسې حرکتونه وکړي چې هغه ټولنې ته دمنلو وړ نه وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG