پېښور هائیکورټ دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلی د ځانګړو معاونانو اؤ مشیرانو دتاکلو حکومتي امر ځنډولی چې له امله یې د بشپړې عدالتي پرېکړې مخې ته راتلو پورې دصوبایي حکومت پینځوؤ معاونانو اؤ مشرانو دخپلو چوکیو څخه لاس وینځلي دي.
دهائیکورټ په امر ګوښه شوؤ ځانګړو معاونانو اؤ مشیرانو کې اجمل وزیر، ضیا الله بنګش،عبدالکریم ،حمایت الله اؤ کامران بنګښ شامل دي.
صوبایي حکومت اعلان کړی دی چې دمعاونانو اؤ مشیرانو دټاکنې داعلامیې ځنډولو په اړوند به دهائیکورټ امر چیلینج کوي.
دصوبایي حکومت دځانګړو معاونانو اؤ مشیرانو د ټاکنې په ضد دعوامي نیشنل ګوند یو وتلي مشر اؤ دپښتونخوا اسمبلۍ پخواني مرستیال اسپیکر ښاغلي خوشدل خان هائیکورټ ته عریضه کړې وه.
ددغه عریضې اوریدنه نن دزیارت په ورځ دپېښور هائیکورټ دوؤ قاضیانو ښاغلي اکرام الله اؤ میرمن مسرت هلالي کړې ده اؤ حکومت چې دمشیرانو اؤ ځانګړو معاونانو ټاکنې په اړه کومه اعلامیه خپره کړې وه هغه یې ځنډولې ده.
ښاغلي خوشدل خان پخپله عریضه کې دریځ خپل کړی ؤ چې صوبایي کابینه بشپړه ده اؤ اوس چې حکومت کوم معاونان اؤ مشیران ټاکلي دهغوئ ټاکنې غیر قانوني دي.
هائیکورټ ددغه عریضې د بیا اوریدنې دپاره دجون۳۱مه نېټه ټاکلې ده اؤ ښاغلي خوشدل خان هیله ښکاره کړې ده چې په دغه اوریدنه کې به محکمه خپله غوڅه پرېکړه دهغه په حق کې واوروي.
وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې دصوبایي اسمبلۍ غړي ښاغلي خوشدل خان ایډوکیټ وویل صوبایي حکومت د مشیرانو اؤ ځانګړو معاونانو په ټاکنه کې دائیني واک څخه تجاوز کړی دی اؤ هغه په ننۍ اوریدنه کې عدالت په دې خبره مطمئین کړی چې دا معاونان اؤ مشیرانو په غیرائني توګه ټاکل شوي دي.
خو دخیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزئ بیا رسنیو ته ویلي چې په ائین کې د پینځوؤ پورې مشیرانو د ساتلو ګنجائش شته خو زمونږ حکومت درې مشیران ساتلي دي.
هغه وویل دپاکستان ائین حکومت ته د مشیرانو اؤ ځانګړو معاونانو دټاکلو واک ورکړی دی اؤ دحکومتي چارو پرمخ وړلو دپاره د مشیرانو اؤ ځانګړو معاونانو ټاکنه ضروري وي.
ښاغلي شوکت یوسفزي وویل چې حکومت به ډیر زر د هائیکورټ امر چیلینج کړي خو خوشدل خان چې پخپله هم یو قانون پوهه دی، وایي که حکومت عدالتي پرېکړه چیلینج هم کړي نو څه به په لاس ورنه شي ځکه چې ائين اؤ قانون دمشیرانو اؤ ځانګړو معاونانو دټاکنې په اړوند ډاګیزه لارښوونه کړې ده.