لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت د نهه سوه اربه روپو کليزه بوديجه اسمبلۍ ته وړاندې کړی شوې


د خېبرپښتونخوا حکومت د کال ۲۰۱۹م او ۲۰ دپاره کليزه بوديجه چې ټول حجم يې نهه سوه اربه روپۍ دی اسمبلۍ ته د منظورېدو دپاره وړاندې کړی دی.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا اسمبلۍ ته د بوديجې وړاندې کولو په مهال وويل، کليزه بوديجه به ۴۵ اربه روپۍ د اندازه شوي کليز لګښت او پرمختيا د چارو دپاره اضافي وي.

د خېبرپښتونخوا د زړو پروژو او شاملو شوؤ قبايلي ضلعو د پرمختيا ځانګړي فنډونه

د دواړ سيمو دپاره د پرمختيا کليزه پنګه ۳۱۹ بلينه روپۍ ښودل شوې ده. په دې پېسو کې د شامل شوؤ قبايلو ضلعو دپاره ۸۳ بلينه روپۍ او د پښتونخوا د زړو ضلعو دپاره ۲۳۶ بلينه روپۍ ده.

د خېبرپښتونخوا د پرمختيا دا کليزه پنګه د پنجاب صوبې نه ۳۱ بلينه روپۍ کمه ده خو د سيند صوبې نه ۳۴ بلينه روپۍ زياته ده.

د شاملو شوؤ قبايلي ضلعو د پرمختیا دا پنګه به د مرکز او پښتونخوا حکومتونه په شريکه ورکوي، په دې پنګه کې به ۷۲ بلينه روپۍ مرکزي حکومت او ۱۱ بلينه به د صوبې حکومت ورکوي.

په بجټ کې د صوبې د حکومت خپل اخراجات

په کليزه بوديجه کې به صوبايي حکومت ۲۵۶ بلینه روپۍ سرکاري ملازمینو ته د کال د تنخواګانو په مد کې ورکوي. ۷۰ اربه روپۍ ريټايرډ شوؤ ملازمينو ته د پنشن دپاره ورکولی شي.

د حکومتي مشينرۍ د کال د مصرف دپاره ۱۳۱ بلينه روپۍ ځانګړې کړی شوي دي. دغه رنګ په شاملو شوؤ قبايلي ضلعو کې د حکومت د روان کال مصرف ۷۸ بلينه روپۍ اېښودی شوي دي.

په صوبه کې د پرمختيا ځانګړې پروژې

د خېبرپښتونخوا په زړو ضلعو کې په راروان مالي کال کې به د پرمختيا ۱۳۵۶ پروژې وړاندې بوځي د کومو دپاره چې ۲۳۶ بلينه روپۍ ځانګړې کړی شوي دي.

په يادو پېسو کې ۱۵۴ بلينه روپۍ د صوبې خپلې او ۸۲ بلينه روپۍ بهرنی امداد دی.

د ټولو نه زياتې پروژې ۳۱۳ د سړکونو، ۱۱۷ د صحت د محکمې، ۱۶۴ د اوبو پروژې، د تعليم د محکمې ۶۷ پروژې، په اعلي تعليم کې ۵۶، د لوبو، کلتور او سېلګرې په محکمه کې ۷۶ او په کرکيله کې ۴۳ پروژې شامل دي، او د تعليم په محکمه کې به حکومت سږ کال ۲۱ زره استازان ګماري.

په بوديجه کې د قبايلي ضلعو د پرمختيا پروژې

په صوبه کې د شامل شوؤ قبايلي ضلعو دپاره په بوديجه کې تر ټولو غټه پروژه په سيمه کې د پوليسو د نوکريانودپاره ځانګړې کړی شوې چې حجم يې ۲۴ بلينه روپۍ دی، د پاتې ۵۹ بلينه روپو نه به د صحت، تعليم، سړکونو، اوبو، د انساني پرمختيا سره په نورو برخو کې لګولی شي.

په بوديجه کې نوې ماليې

په بوديجه کې حکومت په بېلابيلو مدونو کې ټېکسونه يا ماليې سېوا کړي دي، د ودونو په هالونو ۳۰ زره روپۍ، په هوټلونو ۱۵ زره روپۍ او په سي اېن جي سټېشنو سېلز ټېکس ۱۵ روپۍ سېوا کړی شوی دی.

په زرعي ځمکو نوي ټېکسونه لګول شوي چې پکې د يو اېکړ نه په زياته ځمکه ۲۲۵ روپۍ، د دولسنيم اېکړو نه په زیاته ۳۴۰ روپۍ او په باغونو ۹۰۰ روپۍ د اېکړ په سر ټېکس لګول شوی دی.

په درزيانو د لسو زرو نه واخله تر ۱۵ زرو پورې ټېکس لګول شوی او په زرګرانو ۳۰ روپۍ، په ډيپارټمنټل سټورونو ۴۰ زره روپۍ، د ونډو د بازار په ممبر ۵۰ زره روپۍ، په ډاکټرانو د ۱۵ زرو نه واخله تر ۸۰ زرو روپو پورې ټېکسونه لګول شوي دي.

په شخصي ټېکسي کمپنيانو د ۱۵ فيصدو نه ټېکس درې فيصدو ته راکم کړی شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG