لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: په تعليمي بوديجه کې د سکولونو سېوا کولو په ځای د تعليمي معيار ښه کولو ويل شوي


د خېبرپښتونخوا حکومت د کال ۲۰۱۹، ۲۰م د کليزې بوديجې يا بجټ کې د نوؤ تعليمي ادارو جوړولو په ځای د تعليمي معيار ښه کولو ويل شوي دي.

د کليزې بوديجې وړاندې کولو په مهال د خزانې وزير تېمور سليم جګړا ويلي چې د نوؤ تعليمي ادارو جوړولو په ځای به د تعليمي ادارو او د ماشومانو تعليمي معيار ښه کوي.

خو څيړونکي وايي نوې تعليمي اداري نه جوړول د لاکونو په شمېره کې د سکولونو نه بهر ماشومان اغيزمن کولی شي.

د خزانې وزير ويلي په راتلونکي مالي کال کې د ۲۱ زره نوؤ استازانو بهرتي کولو يا ګمارلو پلان لري خو په صوبه کې په هر سکول کې د څلورو استازانو د شمېرې پوره کولو د پاره ټول ۶۵ زره استازانو ګمارلوته ضرورت دی.

د بجټ وړاندې کولو په مهال تېمور سليم جګړا وويل د سکولونو د څارنې دپاره د اووه زره چارواکو (ای اېس ډي اوز) ضرورت دی او په دې کې به درې زره اې ايس ډي اوز نوی بهرتي کوي د کوم سره چې به يو چارواکی د درې سکولونو څارنه کوي وړاندې د يو چارواکي سره ۴۵ سکولونه وو.

نوموړي دا هم ويلي په سکولونو کې نوې ۱۵ زره کمرې پکار دي خو په دې کې به شپږ زره نوې کمرې جوړول کيږي او جينکو زده کونکو ته د وظیفې ورکولو په برخه کې يو اعشاريه ۶۸ اربه روپۍ ځانګړې کړی شوي دي.

هغه زياته کړې په مردان ضلع کې د جينکو د کېډټ کالج دپاره ۵۰ کروړه روپۍ اېښودل شوي دي.

د تعليمي چارو کار پوهه عمر اورکزۍ وايي تېر کال د خېبر پښتونخوا د تعيلم بوديجه ۱۳۰ اربه روپۍ وه او سږ کال دغه نزدې ۱۶۰ اربه روپو ته رسولې شوې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي په تعليمي بجټ کې زياتوالي ته د خوښۍ خبر ويلی خو زياتوي نوې تعليمي اداري نه جوړول ۲۵ لاکه د خېبر پښتونخوا او اووه لاکه په نوؤ ورګډو شوو ضلعو کې د سکولونو نه بهر ماشومانو د پاره کوم د خوښۍ خبر نه دی.

د کال ۲۰۱۸ د حکومتي تعليمي رپورټ تر مخه په سکولونو کې د بنيادي اسانتياو د نشوالي ترڅنګ په ګڼ شمېر کې د ماشومانو په سکولونو کې د داخلولو وروسته د تعليم لړۍ قطع شوې وه.

د رپورټ تر مخه د پرايمري سکولونو په کچ ۴۴ فيصده او د پرايمري سکولونو نه په بره کچ۴۰ فيصده ماشومانو د تعليم جاري ساتل پرېښودي وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG