لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ یو ناساپي په ایران د برید امر بیرته اخستی دی


دامریکا نیویارک ټائمز ورځپاڼې دعوه کړې چې دایران لخوا دامریکا دبې پائیلوټه امریکایي الوتکې د راغوځول کیدو وروسته امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ د ایران په ضد دپوځي برید امر کړی ؤ خو وروسته یې خپل دغه امر بیرته اخستی دی.

په عین وخت کې دامریکا دهوایي چلند مرکزي ادارې د ایران د هوایي حدونو څخه د خپلو مسافر وړونکو الوتکو نه تیرؤلو امر کړی دی.

نیویارک ټائمز دیو لوړپوړي امریکایي چارواکي له خولې لیکلي چې دامریکایي ډرون د ویشتل کیدو وروسته د صدر ټرمپ په مشرۍ یوه غونډه شوې وه چې دغه چارواکي پکې پخپله هم برخه درلوده،اؤ په دغه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې دایران په پوځي تنصیباتو باید دجمعې په ورځ دسحر توره خړه کې برید وکړل شي.

دغه چارواکي ویلي چې په توره خړه کې په ایران دبرید کولو مقصد دا ؤ چې عامو وګړو ته زیان ونه رسیږي.

امریکایي چارواکي دا دعوه هم کړې ده چې په ایران دبرید دپاره دامریکایي جنګي الوتکې فضاء ته پورته شوې وې اؤ په سمندر کې موجودو الوتکو هم دخپل هدف ټاکنه کړې وه خو یو ناساپه په ایران دبرید کولو دغه امر بیرته واخستل شو.

که چرې امریکا په ایران له دې بریده نه وه پشا شوې نو دا به په منځني ختیز کې دصدر ټرمپ دریمه پوځي لاسوهنه شمیرل کیدله.

تر دې وړاندې په کال۲۰۱۷م اؤ ۱۸م کې امریکا په شام بریدونه کړي وؤ.

راپور کې ویل شوي دا نه ده په ډاګه چې صدر ټرمپ پخپله په ایران د برید له پرېکړې پشا شوی که انتظامیې ورته موجوده حالاتو کې دبرید نه کولو مشوره ورکړې ده.

په عین حال کې رویټرز خبري شبکې دامریکا دهوایي چلند د مرکزي ادارې له خولې لیکلي د زیارت په ورځ چې کله ایران دامریکا بې پائیلوټه الوتکه ویشتله نو په دغه مهال دامریکا یوه مسافر وړونکې الوتکه هم ددغه ډرون سره په ۸۰کلو میټره واټن تیریدله.

دامریکا دهوایي چلند مرکزي ادارې امر کړی چې باید نورې دامریکا مسافر وړونکې الوتکې دایران له هوایي حدونو څخه تیرې نه کړل شي.

دامریکا اؤ ایران ترمینځ اړیکې وروسته له هغې تاوژنې شوي چې تیرکال امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره په کال ۲۰۱۵م کې دشوي اټومي تړون نه په یو اړخیز ډول ځان جلا کړو اؤ له دې وروسته یو ځل بیا په ایران هغه بندیزونه پځائ شول چې ددغه تړون څخه دمخه پرې لګیدلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG