لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په ښځو دتشدد مقدمو اوریدنو دپاره ۱۰۰۰ځانګړې محکمې جوړولی شي


د پاکستان د سپریم کورټ مشرقاضي ښاغلي اصف سعید کهوسه ویلي دي چې د هېواد په هره ضلعه کې به دښځو په ضد دتشدد دمقدمو اوریدنې لپاره د زرو نه زيات ځانګړې عدالتونه جوړولی شي.

مشر قاضي وایي ددې عدالتونو ماحول به د نورو عدالتونو نه جدا وي دغو محکمو کې به عریضه کوونکي پرته له څه ویرې خپل دریځ څرګندولی شي.

پېښور هايي کورټ کې د زنانه ؤ دمقدمو وکیلې پلوشه ايډوکيټ ډيوه نيوز ته وويل موجوده عدالتونو کې په زنانه ؤ د تشدد په مقدمو کې بحث کول ډير مشکل وي او دا چې دغو ځانګړو عدالتونو جوړولو سره به داسې ډول مقدمو کې زنانه په اسانۍ سره انصاف ترلاسه کولی شي.

د پېښور هايي کورټ د وکیلانو دسازمان د اجرائیه شورا غړې نازمين اختر ايډوکيټ وايي چې د ښځو خلاف د تشدد د مقدمو د اورېدنې لپاره ځانګړو عدالتونو کې که چرې زنانه ججانې، وکيلانې او نورې زنانه مامورینې وګمارل شي نو ښځې به محکمو ته د وړاندې کیدلو په مهال په ښه توګه خپل دریځ واضحه کولی شي.

د زنانه و د حقونو د پاره کار کوونکې ادارې نور ايجوکيشن ټرسټ سره تړاو لرونکې محموده ګل ايډوکيټ وايي چي دې ځانګړو عدالتونو جوړولو سره به په عدالتونو دمقدمو بوج کم شي او د زنانه و سره دتړلو هر رقم مقدمو فيصلې به په لږ وخت کې کېږي.

خورشيد بانو چې د حوا لور نومې غير دولتي سازمان مشره ده د چيف جسټس ددې فيصلې ستائنه کوي خو وايي چې د نورو صوبو په څېر خېبر پښتونخوا کې هم په زنانه و د تشدد پر ضد قانون د يادو عدالتونو جوړولو تر څنګ پاس کول مهم دې.

د پاکستان د بشري حقونو دخپلواکه کمیشن ترمخه په کال 2018 کې دپاکستان دننه د ښځو په ضد د جنسي تشدد لږترلږه 845پیښې رامینځته شوي دي.

کمیشن وړاندې ویلي دي چې په خاصه توګه د پاکستان په کلیوالو سیمو کې غربت زیات دی اوجنسي تشدد د بدنامۍ سره تړل شوی دی ځکه د تشدد ښکار ښځې په دې اړه خبرې نه کوي او خلک هم په دې خبرو ځانونه غلې کوي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG