لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهستان:سیند ته دجیپ په غورځېدو اته کسان مړه شوي،شپږ لادرکه


دخیبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کې دسورلیو ډک یو جیپ سیند ته غورځېدلی چې پکې اته کسان مړه شوي اؤ شپږ نور په سیند کې لادرکه شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو د اتوار په ورځ وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي چې د مسافرو دغه جیپ د کوهستان دغدر سیمې څخه پلس سیمې ته روان ؤ چې د شلکن اباد په مقام د ډرائیور نه توله بې قابو شوه اؤ جیپ سیند ته وغورځېدو.

دپولیسو سرچېنې وایي په دغه جیپ کې ټول ۲۱کسان ناست ؤ چې له هغې څخه ۱۴ سیند ته غورځېدلي.

دپېښې نه سمدستې وروسته امدادي ډلې دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دسیند نه یې د اتوؤ کسانو مړي راویستي دي خو شپږ کسان اوبو لاهو کړي چې تر اوسه نه دي موندل شوي .

دپېښې دلا جزئیاتو معلولو دپاره چې کله وائس اف امریکا د کوهستان د انتظامیي مشر یا ډپټي کمشنر سره دتماس نیولو هڅه وکړه نو هغه ټیلي فون ته هیڅ ونه ویل خو د سیمې د پولیسو د مشر یا ډي‌ ایي جي دفتر نه ډيوه ته وویل شول چې پېښه شوې ده خو هغوئ یې په اړه زیات تفیصلات په لاس کې نه لري.

تیر کال هم د مئ په میاشت کې د نیلم په وادۍ کې په یو خوړ تړل شوی پل په سیلګرو مات شوی ؤ چې له امله یې خواوشا ۴۰ سیلګري دسیند اوبو لاهو کړي وؤ .

دخیبر پښتونخوا زیاتره غرییزې سیمې د سړکونو اسانتیاوې نه لري اؤ په غرونو کې په تنګو اؤ کچه لارو خلک په جیپونو اؤ‌ ډاټسنو کې سفرونه کوي چې زیاتره وخت دغه ګاډي له غرونو خوئېږي اؤ مرګ ژوبله پکې رامینځته کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG