لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ سيالۍ ته د پوځي مشرانو په ورتګ ولې پوښتنې کېږي؟


د انګلستان د کرکټ په لارډز مېدان کې د روان ورلډ کپ لپاره د جنوبی افریقې نه د پاکستان د کرکټ مېچ ګټلو مینه وال ډیر خوشحاله کړي خو د لوبې تماشې ته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د پوځ ویاند اصف غفور په ورتګ باندې په سوشل میډیا دا پوښتنه کیږي، چې ټکټ د چا په پیسو اخیستل شوی وو؟

د پاکستان د پوځ او پوځي مشرانو په اړه په سوشل میډیا اکثره ښه او بد لیکل یا ویل کیږي. خو اکثر هغه خبره زر مشهوریږي کله چې پوځ دغه ډول لیکلو او ویلو ته غبرګون وښايي.

هم دغه چل د عوامي نیشنل ګوند پخوانۍ غړې او په سوشل میډیا فعاله بشری ګوهر ټویټ سره هم شوی دې. نوموړې په یو ټویټ کې پوښتلي

چې د لارډز په میدان کې د پاکستان او جنوبي افریقې تر منځ میچ ته کتلو لپاره د پاکستان د پوځ مشر او نورو جنریلانو ناسته په شخصي توګه وه او که نه دا پاکستان د خلکو په پیسو (ټیکسونو)؟

"​ترجیحات!!! چې د لارډز په میدان کې د پاکستان او جنوبي افریقې تر منځ میچ ته کتلو لپاره د پاکستان د پوځ مشر او نورو جنریلانو په شخصي توګه ورغلي وو، د دغه سفر منظوري او پیسې چار ورکړي دي؟"​بشری ګوهر مخکې لیکي "​امېد دی چې دغه به د غریب عوامو د ټیکس نه نوي ورکړلې شوي"​.

د پاکستان پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور په د بشری ګوهر د ټويټ په ځواب کې هغې ته لیکلي چې کله ټویټ کوی نو مهرباني اوکړه د ایینې مخې ته مه ودریږه او مه غلطې چشمې په سترګو کوه. او د میچ نه خوند واخله.

"بشری ګوهر ته زما خواست دې چې د ټویټ کولو په وخت ایینې مخې ته مه ودریږه او مه غلطې چشمې په سترګو کوه. او د میچ نه خوند واخله او کوم لوبه چې پاکستان اوګټله او زمونږ د ټولو ګټه ده. جنرل غفور اولیکل راتلونکي میچ لپاره کوشش اوکړه او د پاکستاني ټیم ملاتړ اوکړه. ته به زما میلمنه یې".

بشری ګوهر او پوځي ویاند ترمنځ په ټويټر باندې بحث ته د پاکستان په سیاست نزدې نظر لرونکو او په سوشل میډیا نورو فعالیونو هم وردانګلي.

یوشمیر فعالینو د پوځ د ویاند په ځواب تنقید کړی او لیکي سوال څه شوی دې او ځواب څنګه ورکولې کیږي؟

ډاکټر محمد زبیر په ټويټر لیکلي

آیا د یو وګړي جائز پوښتنې ته د پاکستان د پوځ د ځواب مناسب وو؟

محمد زبیر وايي که وکتلې شي نو دا یروول دي، هغه وايي ډیر افسوس دی، نوموړي بشری ګوهر ته ډاډ ورکړی او وايي هم دغه شان اواز پورته کوه.

خبریاله ماریانه بابر پخپل غبرګون کې د پوځ ویاند ته لیکلي

"​مونږ ته یو داسې پوځي مشر اوښايئ چې د خلکو په ټیکسونو باندې کرکټ میچ له تللې وي. هغې زیاته کړله، آئنده لپاره خپله تنخوا چې د ټیکسونو نه تاسو ته میلاویږ د میچ کتلو لپاره خرچه کوئ"​.

په سوشل میډیا باندې په سلګونو نورو خلکو په لارډز کې د پوځ د مشر او ویاند حاضري ستایلي او د بشری ګوهر په پوښتنه یې رد بد ویلي دي.

یو تن لیکلي چې ځینې خلک غیر ضروري پوښتنې کوي.

د پوځي جنریلانو په حق کې لیکل شوي ټویټس اکثره د عامو خلکو دي او نزدې هر یو د هغوي دکرکټ د تماشې ستاینه کړې او په هغوي باندې شوی نیوکې یې غندلي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG