د لویدیز افریقائي هیواد ګیمبیا پخوانۍ دحسن ملکې طوفا جیلو دعوه کړې ده چې ددغه هیواد پخواني صدر یحی جامع په هغې وروسته له صدارتي ماڼۍ کې جنسي تیری کړی ؤ چې له هغه سره یې له واده انکار کړی ؤ.
امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز لیکي طوفا جیلو په کال ۲۰۱۴م کې په ګیمبیا کې د ښکلا ترسره شوې سیالي ګټلې وه اؤ له هغې وروسته چې دهیواد صدارټي ماڼۍ ته یوې دستوره کې دګډون دپاره لاړله نو ددغه هیواد صدر یحیی پرې خپل زړه وبائیلودو.
طوفا جیلو دعوه کړې ده چې په لمړۍ لیدنه کې خو ورسره د صدر یحیی جامع رویه ډيره ښه وه خو وروسته چې کله هغه صدارتي ماڼۍ ته یوه دستوره کې دګډون دپاره لاړه نو صدر ورته د واده وړاندیز وکړو چې هغې یې له منلو انکار وکړو.
دغه ښکلې پېغلې ویلي دهیواد صدر دهغه دپلار په عمر ؤ اؤ هغې ورسره د واده کولو سوچ قدرې هم نه شو کولی خو یحیی جامع ورته د واده په بدل کې یو د یو لړ مراعاتو ورکولو وړاندیز کړی ؤ.
دغه نجلۍ ویلي کله چې یې پخواني صدر یحیی جامع ته له واده انکار وکړو نو بیا هغه په زوره صدارتي ماڼۍ ته یوړه اؤ جنسي تیری یې پرې وکړو.
نوموړې تور لګولی چې د جنسي تیري وروسته دهیواد صدر هغه په یوه خونه کې واچوله خو په دغه خونه کې له درېوؤ وروځو بند تیرولو وروسته په تېښته بریالۍ شوه اؤ بیا د ګیمبیا نه ګاونډي هیواد سینیګال ته واوخته چې تر اوسه هلته میشته ده.
یادې انجلۍ ویلي اوس هغه د یحیی جامع په ضد کېدونکو پلټنو کې خپل بیان ورکولو ته اماده ده اؤ غواړي دهغه په ضد قانوني جګړه وکړي.
دګیمبیا پخوا صدر دکال۲۰۱۷م څخه جلا وطن دی اؤ دا مهال په ایکواډور کې استوګنه لري.
هغه یو پوځي افسر ؤ اؤ په کال ۱۹۹۴ کې له پوځي کودتا نه وروسته د هیواد صدر جوړ شوی ؤ.
تر کال ۲۰۱۶م چې په دغه هیواد کې هرځل ټولټاکنې کیدلی نوموړي به پکې ګټه ترلاسه کوله خو درې کاله وړاندې یې ټولټاکنو کې ماتې خوړلې وه.
یحیی جامع په ټولټاکنو کې له ماتې خوړلو باوجود اقتدار نه پرېښودلو چې وروسته دهغه په ضد بغاوت پیل شو اؤ هغه په کال ۲۰۱۷مې داقتدار نه لاس واخستل.
په یحیی جامع د بشري حقونو څخه د سرغړونو ترڅنګ دمحکمو نه پشي شا د وژنو اؤ په میرمنو دجنسي تیري تورونه لګیدلي اؤ ویل کیږي هغه چې دخپلې واکمنۍ په مهال کومې ښځېنه امنیت ساتونکې ځان سره ساتلې وې په هغې به یې هم جنسي تیری کولو
خو برتانوي خبري شبکې بي بي سي د یحیی جامع د ګوند له لوري په هغه لګیدلي ټول تورونه رد کړي اؤ اؤ ویلي یې دي چې دیحیی جامع په ضد په میرمنو د جنسي تیري تورونو کې هیڅ حقیقت نشته