لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان لوبډله خطرناکه ده، وسیم اکرم


د کرکټ نړيوال کپ په روانو سياليو کې چې د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډ‌لې نن يو بل ته مخامخ کیږي، د پاکستان پخواني ستوري لوبغاړي وسيم اکرم ویلي د افغانستان لوبډله خطرناکه ده پاکستان يې بايد اسانه وا نه خلي.

وسيم اکرم د پاکستان جیو نيوز سره په خبرو کې پاکستانۍ لوبډلې ته مشوره ورکړې چې لوبډله دې پوره په اعتماد سره مېدان ته کوزه شي ځکه چې افغان لوبډله خطرناکه ده، اسانه دې ونه ګڼل شي.

هغه ويلي د ننۍ لوبې په مهال به موسم تود وي په داسې کې د افغانستان اسپېنران خطرناک کېدی شي.

د ننۍ سيالۍ په اړوند د افغان کرکټ لوبډلې کپتان ګلبدين نایب ويلي کوشش به کوي چې د پاکستان سره ښه لوبه وکړي.

هغه ويلي تمريني سيالي يې د پاکستان نه ګټلې خو د پاکستان لوبډله غوره ده خو دوي به هم د غوره لوبې هڅه کوي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې حارث سهېل ويلي افغان لوبډله ښه اسپېنران لري خو د دوي هدف یواځې سیالي ګټل دي.

افغانستان او پاکستان د ليډز په هېډنګلی لوبغالي کې نن د خالي، شنبې په ورځ د کابل په وخت ماسپښېن په دوه بجې او د اسلام اباد په وخت ماسپښين په دوه نيمې بجې پېل کیږي.

د نړيوال کپ په روانو سياليو کې د پاکستان او افغانستان دواړو لوبډلو تراوسه پورې اووه، اووه سيالۍ کړي، پاکستان پکې درې ګټلي او درې بايللي او یوه د باران ښکاره شوې وه.

خو بل لور ته افغانستان په اووه سيالیو کې يوه هم نه ده ګټلې.

خو د رسمي سياليو نه وړاندې په تمريناتي سيالۍ کې افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د پاکستان دپاره ننۍ سيالي دومره مهمه ده چې په ګټلو سره به يې په ټورنامنټ کې مخکې ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG