لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان "سلېکټډ"، که  مخالفه ګوندونه یې د "امریت پېداوار"؟


عمران خان، بلاول بټو زرداري، شهباز شريف
عمران خان، بلاول بټو زرداري، شهباز شريف

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو مشران وزيراعظم عمران خان د "سلېکټډ" ټاکل شوي وزيراعظم په نوم يادوي، خو عمران خان مخالفه ګوندونو ته د امریت د نرسرۍ پېدوار ويلي دي.

د مخالفه ګوندونو پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن د پارليماني مشرانو لخوا د وزيراعظم عمران خان دپاره د "سلېکټډ" توري په کارولو په قامي اسمبلۍ کې بندېز هم لګول شوی دی.

خو دوه ورځې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر د مسلم ليګ ن شهباز شريف بيا د "سلېکټډ" وزيراعظم توری کارولی او هغه مهال پرې په قامي اسمبلۍ کې شور هم شوی ؤ.

او د اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر ویلي ؤ چې هغه د قامي اسمبلۍ د کارروايۍ نه دغه توری لري کوي يا حذف کوي.

د پاکستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بټو زرداري هم وخت په وخت د وزيراعظم عمران خان دپاره د "سلېکټډ" وزيراعظم توری کارولی او پرون د خالي، شنبې په ورځ يې په ګوجر خان کې يوې جلسې ته په وېنا کې بيا ويلي،

چې یو وزیراعظم د وزير د ويستلو او بوديجې، بجټ جوړولو واک نه لري هغه سلېکټډ نه وي نو نور څه وي؟

که څه هم په قامي اسمبلۍ کې او د پارلیمان نه بهر د تحریک انصاف ګوند د مشرانو يا غړو لخوا د مخالفه ګوندونو د سلېکټډ توري ته غبرګون ويل شوی خو عمران خان په خپله پرون په اسمبلۍ کې په مخالفه ګوندونو د امریت د پېداوار تور لګولی دی.

عمران خان د خالي، شنبې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د بوديجي، بجټ وروستۍ غونډې ته په وېنا کې ویلي، دغه ګوندونو چې د هغه دپاره د سلېکټډ توری کاروي، دوي په خپله "د پوځي امریت د نرسرۍ پېدوار دی".

د مسلم ليګ ن ګوند وياندې مريم اورنګزېب ویلي،

عمران خان په خالي اېوان کې وېنا کولی شي ځکه چې ويريږي چې د چرته نه د سلېکټډ توري نعره ونه لګي.

د تېرو څو ورځو راهسې د سلېکټډ په توري باندې په سوشل ميډيا بحث تود دی.

ژورنالسټ سلیم صافي په ټويټر ويلي ؤ،

وزیراعظم ته غل وويل شو خو بندېز ونه لګېدو، ډاکو وويل شو بندېز ونه لګېدو، غدار وويل شو بندېز ونه لګول شو. مطلب پي ټي ايي والا هم دا مني چې سلېکټډ کېدل د غل، ډاکو او غدار نه هم بد دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG