لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نوښار کې نرښځی وژل شوی


په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کارکوونکي وايي په نوښار ضلع کې یو بل نرښځی د هغه د کورنۍ غړو په خپله په تشدد وژلی دی.

قمرنسیم چې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوي، وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يې وویل یاد نرښځی (مايا) چې خپل نوم يې افتاب دی، پرون يې ورووڼه او پلار يې ورپسې راغلي او په زور يې کور ته بوتللی ؤ.

نوموړی تور لګوي چې د پېښور پوليسو هغه په زوره وروڼو او پلار ته حواله کړی او مايا په خپله پوليس ته ويلي چې هغه وروڼو او پلار ته نه ورکوي وژني يې خو پولیس ترې په زوره ګوته هم لګولې او حواله کړی يې دی.

د نسيم په وېنا تېره شپه يې هغه کور ته بوتللی د نوښار په خټ کلي کې يې وژلی او جسد يا مړی يې ورله ګوزار کړی دی.

هغه وويل پوليسو د هغه پلار او وروڼه نیولي دي. خو نرښځیان راټول شوي د پېښور د هشتنګرۍ پوليس تاڼې مخې ته، او دوي به احتجاجا د وژل شوي نرښځي جنازه د تاڼې مخې ته کوي.

په خېبرپښتونخوا صوبه او د ملک په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د نرښځيانو د وژلو پېښې رامنځته کیږي.

قمرنسيم وايي په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو او ساتنې دپاره جوړ قانون پوليس نه عملي کوي ځکه دوي هلته احتجاج کوي.

هغه وويل د نرښځيانو د خپلې اتحاديې د شمېرو ترمخه د کال ۲۰۱۵م نه تراوسه پورې ۶۷ نرښځيان وژل شوي دي چې پکې په روان کال درې نرښځيان ووژل شو.

هغه زياته کړه د نرښځيانو د وژنو په مقدمو کې تراوسه پورې چاته هم سزا نه ده ورکړی شوې او په نرښځيانو چې د تشدد د زرګونو په شمېره کې کومې پېښې مخې ته راغلي په هغې کې يو تورن تن هم سزا نه ورکړی شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG