لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت هیواد کې دلنډمهاله ټولټاکنو غوښتنه رد کړې ده


دپاکستان مرکزي حکومت د مخالفو سياسي ګوندونو لخوا د لنډ مهاله انتخاباتو غوښتنه رد کړې او ويلي یې دي چې د هېواد د کورني او بهرنې وضعیت په رڼا کې لنډ مهاله انتخابات هيڅ جواز نه لري .

یوه ورځ دمخه په پارليمان کې د مخالفو سياسي ګوندونو مشر شهباز شريف غوښتنه کړې وه چې د هېواد داقتصادي کړکېچ حل نوې ټولټاکنې دي او ورسره ددغه ګوند په ګډون د نورو مخالفو سياسي ګوندونو غړو هم په انتخاباتو کې د درغليو د پلټنو دپاره دجوړې پارليماني کمېټې د غړيتوب څخه د استعفاګانو ورکولو پرېکړه کړې وه .

د اتوار په ورځ د پنجاب په سويلي ښار ملتان کې ميډيا سره د خبرو په مهال د خارجه چارو مرکزي وزير شاه محمود قريشي د شهباز شريف دغه غوښتنې ته په خپل عکس العمل کې ويلي چې هېواد کې د انتخاباتو لا يو کال هم نه دې پوره شوی او اوس اوس پارلیمان نه په منظور کړل شوي بجټ کې هم حکومت خپل واضحه اکثريت په ډاګه کړی دی.

هغه وايي دهیواد دکورني وضعیت ،په بهرنې کچه د هندوستان سره معاملې او په افغانستان کې د سولې د روانو خبرو له امله د هېواد دننه لنډ مهاله انتخابات جواز نه لري

تيره اوونۍ د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو په خپل ټول ګونديز کانفرنس کې د حکومت پرضد د تحريک پيل کولو او د سينیټ د چيرمين صادق سنجراني د خپلې څوکۍ څخه دلرې کولو پريکړې کړې وې.

څيړونکې وايي د لنډ مهاله انتخاباتو په حقله مخالف سياسي ګوندونه په خپل مينځ کې هم یوه خوله نه دي ، مسلم ليګ( ن) اؤ جمعيت علماء اسلام (ف) حکومت ته نور وخت ورکول نه غواړي خو پيپلز ګوند بیا په دې اړوند دهغوي څخه لرې ولاړ ښکاري.

د کله نه چې مخالفو سياسي ګوندونو د سنيټ د چئيرمين د لرې کولو پريکړه کړې ده له هغې راپدیخوا مطبوعات وايي چې د مسلم ليګ نواز ګوند د قامي اسمبلۍ او د پنجاب د صوبايي اسمبلۍ ځېنو غړو پرون د وزير اعظم عمران خان سره ليدنې کړي دي.

دپاکستان د سائنس او ټکنالوجۍ مرکزي وزير فواد چوهدري دعوه کوي چې په راتلونکو ورځو کې به ددغه ګوند د سينیټ او قامي اسمبلۍ د نورو غړو نوملړ هم مخې ته راشي چې خپل ګوند پرښودل غواړي .

د مخالفو سياسي ګوندونو لخوا دلڼد مهاله انتخاباتو دا غوښتنه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د هېواد اقتصاد د تاريخي بد حالۍ سره مخ دی ، ګراني سيوا شوې او حکومت د مالي کال ٢٠١٩-٢٠ بودیجه کې لا نورې ماليې لګولې دي .

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG