لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله:اباسین کې دکشتۍ چپه کیدو له امله ۲۵کسان اوبو لاهو کړي


دغه کشتۍ دچهارشنبې په سحر دپښتونخوا دشانګلې سیمې نه هریپور ته روانه وه چې تر پنځوسو زیات کسان پکې سواره وؤ اؤ د دتربیلې دبند ترڅنګ په سیند کې چپه شوې ده.

دشانګلې ډپټي کمشنر ښاغلي فیاض شیرپاؤ وائس اف امریکه ته دپېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پینځویشت کسان اوبو لاهو کړي چې د ژوند غورځولو یې ډير لږ احتمال لیدل کیږي.

د شانګلې اوسیدونکي مدني فعال اؤ لیکوال ښاغلي ډاکټر عبادالله خان وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي هغه پخپله دکشتۍ دماڼکي اؤ نورو عیني شاهدانو سره خبرې کړي اؤ هغوئ ورته ویلي چې تراوسه یوازې د دوؤ ماشومانو مړي له سینده راویستل شوي اؤ ۲۵کسان بې درکه دي.

عبادالله خان وویل دغه کشتۍ د چهارشنبې په سحر دشانګلې د بیړ کلي کماچ نصرت خیل یونین کونسل څخه هریپور ته روانه شوې وه .چې زنانه،ماشومان،سپین ږیري اؤ زلمي پکې سواره وؤ خو ددې ترڅنګ پکې یو شمیر څاروي هم بار کړل شوي وؤ.

ډاکټر عباد وایي په شانګله کې د سړکونو د نشتوالي له امله روزانه د زرګونو په شمیر کې خلک دخپلو اړتیاؤ اؤ روزګارونو دپاره له مجبوریته دشانګلې نه هریپور ته په کشتیو کې په اباسین کې اووه ساعته له خطرې ډک سفر کوي.

هغه وویل نن هم دمعمول مطابق سحر ګڼ خلک د روزګار اؤ نورو ضرورتونو ترسره کولو دپاره دغه کشتۍ ته ختلي وؤ خو په اباسین کې داوبو د زیاتوالي له امله چې کله دا کشتۍ چاندي چوک ته رسیدلې نو دسیند په چپو کې بې تولې شوې اؤ په کشتۍ کې وړل کیدونکي څاروي ترهېدلي اؤ کشتۍ په سیند کې چپه شوې ده.

ډاکټر عباد زیاته کړه په کوم مقام چې کشتۍ اوختې ده هغې ته چاندي چوک ویل کیږي چې د تربیلې بند سره نزدې دی .اؤ اوس مهال هلته مرستندویه فعالین روان شوي دي خو دکشتۍ دماڼکي وینا ده چې په کشتۍ کې ناست ۲۵کسان اوبو لاهو کړي اؤ دهغوئ د ژوندي پاتې کیدلو احتمال ډیر لږ دی.

دشانګلې ډپټي کمشنر فیاض شیر پاؤ وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي چې دپېښې داطلاع رسیدو سره سم لامبوزنان سیمې ته استول شوي خو دا چې په کوم مقام دا پېښه رامخې ته شوې هلته رسیدل ډير ستونزمن دي اؤ سفر هم زیات دی نو له دې امله د لاهو شوؤ خلکو د ژغورنې چانس کم دی.

ډاکټر عباد الله وایي دشانګلې په لګونو خلک په یوویشتمه پیړۍ کې هم د سړکونو اسانۍ نه لري اؤ که هرڅو پوهیږي چې په کشتیو کې سفر کول یې له خطرې خالي نه دي خو اړ دي چې دخپلو ورځينو ضرورتونو پوره کولو اؤ روزګار دپاره ۷۰کلومیټره اوړد سفر داباسین په ژورو اوبو کې وکړي.

وائس اف امریکا زیاتې هڅې وکړې چې د اصل وضعیت معلومولو دپاره د هریپور د انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر سره خبرې وکړي خو هغه ته د بیا بیا زنګ وهلو باوجود ډپټي کمشنر ټیلي فون ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG