لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماشوم عاطف خان دخپلو ماتو اندامونو سره خپل کوم ارمانونه ګور ته یوړل؟


پولیس وایي دجنسي تیري په هڅه کې دبټګرام د وژل شوي یتیم ماشوم عاطف خان د وژنې په تور نیول شوؤ دوؤ کسانو کې یو تن د هغه د وژلو اقرار کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ دبدکارۍ نه په انکار عاطف له غره غورځولی اؤ وژلی دی.

خو دعاطف خان د کورنۍ وینا ده چې هغوئ دماشوم عاطف خان دماتو اندامونو ترڅنګ دهغه هاغه ټول ارمانونه هم خاورو ته سپارلي دي چې دکینسر په ناروغۍ داخته خپلې رنځوړې مور دبدو ورځو ختمولو دپاره یې په زړه کې لرل.

دعاطف مړی څلور ورځې وړاندې دخیبر پښتونخوا دبټګرام ضلعې دنندهیاړ خوړ سره موندل شوی ؤ چې وروسته دپلټنو نه څرګنده شوې وه هغه سره څو کسانو جنسي تیری کول غوښتل خو په انکار کولو دغو کسانو عاطف خان په بې دردۍ سره وژلی ؤ.

عاطف خان اوس اوس دلسم ټولګي امتحان کې په ښو نمبرو سره بریالی شوی ؤ‌ اؤ دهغه د ورور عامر خان وینا ده چې نوموړي لویې ارمان لرلو چې دانجنئیر په جوړیدلو سره دخپلې کونډې مور د ژوند ټول مشکلات ختم کړي.

وژل شوی زلموټی عاطف خان دپلار نه یوازې دڅلورو میاشتو په عمر یتیم پاتې شوی ؤ اؤ ورور یې عامر خان وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې وروسته خپلې مور ډير په سختو کې رالویې کړی ؤ اؤ غوښتل یې ښه سبق پرې ووایي اؤ لویې سړی ترې جوړ کړي.

دعاطف مور دکینسر په مرګونې ناروغه اخته ده اؤ په زلزله کې دهغوئ دکور ړنګیدو له امله اوس دهغه مور اؤ نوره کورنۍ په یوه عارضي چوپړۍ کې ژوند کوي .

دبټه موړۍ کې یو تن مشر نیاز محمد خان چې دځنګلاتو په محکمه کې ډي ایف ؤ دی وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي د وژل کیدلو یو څو ورځې وړاندې یې دعاطف خان سره وروستۍ لیدنه شوې وه اؤ په دغه لیدنه کې ورته هغه ویلي وؤ “زه غواړم چې انجنئیر جوړ شم اؤ بیا تر ټولو وړومبی کار دا وکړم چې خپله مور دچوپړۍ نه کور ته بوځم”

هغه ویلي عاطف خان خپله مور رنځوره مور خو له چوپړۍ ونه ویستلی شوه خو دخپلو ماتو اندامونو سره یې دخپلې مور دښې ورځې ارمانونه هم تورو خاورو ته یوړل.

دعاطف خان ورور عامر خان زیاتوي چې دکله نه دعاطف خان مور دخپل ځوانمرګ زوئ د وژنې خبره اوریدلې ده نو پرکاله پرته ده اؤ اوس هغوئ بل هیڅ ارمان نه لري سیوا ددې نه چې دعاطف خان قاتلانو ته قانون سزا ورکړي .

هغه په غریو وویل “زه ویم اوس به هغه ورځ کله راځي چې زه په چغو چغو خپلې ناروغه مور ته ورترغاړه وځم اؤ ورته وویم چې مور ستا دعاطف وحشتي قاتلان نن سزاوار شول””

دعاطف خان د وژنې په پلټنو بوخت دپولیسو افسر ښاغلي وارث خان وائس اف امریکه ډيوه ته وویل دعاطف خان د وژنې په تور کې دوه تنه پولیسو نیولي چې یوتن پکې منلې عاطف خان هغوئ دبدکارۍ څخه په انکار له غره غورځولی اؤ وژلی دی خو بل نیول شوي تن لا خپل جرم نه دی منلی.

دغه پولیس افسر وایي چې له وژنې وروسته هم دغو وژونکو دعاطف خان مړی پورته کړی اؤ دخوړ سره نزدې یې یوه شاړه کې غورځولی ؤ.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG