لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاریاب:دطالبانو بریدونو کې ۱۹ ولسي وګړي وژل شوي


دافغانستان فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د وسله والو طالبانو لخوا دهاوان درې مرمۍ او ۶ راکټي بریدونه نن سهار اووه بجې دخواجه سبزپوش ولسوالۍ په هغو سیمو کې ولګیدل چې ګن شمیر خلک دپیر او پلور لپاره جمعه بازار ته راغلي ؤو.

د فاریاب دپولیسو ویاند عبدالکریم یورش امریکا غږ ډيوه سره په خبرو کې وویل دا بریدونه دخواجه سبزپوش ولسوالۍ شمال ختیځ سیمې دیو نیم کلیومیټر په واټن د ولسوالۍ په بازار شوي دي.

نوموړي وویل"خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې هره جمعه میله جوړه وي خلک داخستلو اؤ پلورلو لپاره راځي سهار اووه بجې د هاوان درې مرمۍ دڅارویو په میله کې او د راکیټ شپږ میرمۍ د ولسوالۍ په چوک او په بازار کې ولګیدلې چې زیاته مرګ ژوبله پکې عامو ولسي خلکو ته واوښته"

دپولیسو ویاند یورش ډیوه وویل په دې بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي او دماشومانو او ښځو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي.

یورش وویل"په دې بریدونو کې زمونږ څلور تنه هیوادوال ووژل شول او۳۶ تنه نور ټپیان شول له ټپيانو څخه د۱۵کسانو روغتیايي حالت داندیښنې وړ و چې وروسته هغوی هم دفاریاب په مرکزي روغتون کې خپل ژوند دلاسه ورکړ او په وژل شویو او ټپیانو کې دوه امنیتي سرتیري هم شامل دي"

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دفاریات ولایت چارواکو وویل په فاریاب کې دطالبانو الفتح په نوم عملیات افغان ځواکونو له ماتې سره مخامخ کړي او له همدې امله یې دخواجه سبزپوش ولسوالۍ په بازار کې پرعامو ولسي خلکو د توغنديي او راکیټي بریدونو په ترسره کولو اقدم وکړ.

فاریاب کې د طالبانو بریدونو کې ولسي وګړو ته دا درنه مرګ ژوبله په داسې حال کې اوښتې چې په په دې وروستیو کې طالبانو اؤ امریکې په قطر کې دسولې دتړون په اړوند دخبرو اترو اووه پړاوونه سرته رسولي دي.

طالب ویاند سهیل شاهین ویلي دقطر دسولې په خبرو کې د۸۰ نه نیولی تر ۹۰ فیصده پرمختګ شوی خو هغه دغه پرمختګ نه دی په ډاګه کړی.

سرچینې وایي امریکه دسولې په خبرو کې په طالبانو ټینګار کوي چې باید افغانستان کې په سمدستي توګه اوربند اعلان کړي اؤ بین الافغاني خبرو ته کښیني خو طالبانو ویلي ترڅو چې امریکې افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو مهال ویش نه وي اعلان کړی هغوئ به اوربند اؤ بین الافغاني مزاکرات نه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG