لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د خېبرپښتونخوا وزيراعلی د دوه اربه روپو نه زياتې شتمنۍ لري، خو په خپل نوم يې ګاډي نشته


د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان چې د سوات ضلعې سره تعلق لري د دوه اربه او ۳۷ کروړو روپو شتمنۍ لرونکی په څلورو واړو صوبو کې تر ټولو زيات شتمن وزيراعلی او د صوبايي اسمبلۍ غړی دی.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه د محمود خان سره د دوه اربه او ۳۳ کروړه روپو زرعي ځمکې او ۴۱ اعشاريه پينځه ملينه روپۍ په بېنک کې لري خو نوموړی په خپل نوم ګاډی نه لري.

د محمود خان په شتمنيو کې ۳۵ تولې سره زر دي خو د هغې ماليت يې نه دی ښودلی.

د کال ۲۰۱۸م د ۳۰ جون د مالي کال ختمېدو پورې د شتمنيو په تفصيلاتو کې په دوېم نمبر شتمن د عوامي نيشنل ګوند بهادر خان دی.

د هغه د جايداد مالیت ۸۷ کروړه ۵۵ لاکه روپۍ او د کرکيلې د ۴۱ کروړه روپو ځمکه لري.

په رپوټ کې د خېبرپښتونخوا د بونېر ضلعې سره تعلق لرونکی سيد فخر جهان د ۷۷۶ ملينه روپو شتمنۍ لري د هغه په شتمنیو کې د ۷۶۶ ملينه روپو زرعي او غېر ځمکې او دوکانونه شامل دي.

د نوموړي سره په بېنک کې يواځې پينځه لاکه روپۍ ښودل شوي دي.

په ياد رپوټ کې د صوبايي اسمبلۍ د يو شمېر نورو ممبرانو شتمنۍ هم ښودل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG