لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمریم نواز په پریس کانفرنس ښودلو ټي وي چینلو ته نوټسونه ورکړل شوي

په پاکستان کې دبرقي میډیا دڅارنې ادارې پیمرا دمریم نوازشریف دهغه پریس کانفرنس په ښودلو بیلابیلو ټي وي چینلو ته نوټسونه ورکړي چې پکې هغې داحتساب عدالت په جج تورونه لګولي وؤ چې پخواني وزیراعظم نوازشریف ته یې سزا “دبل چا”په وینا اورولې وه.

په پاکستان کې د خبریالانو دمرکزي اتحادیې مرستیال صدر ښاغلی بخت زاده یوسفزی وایي چې پاکستان کې دامهال میډیا دتاریخي سنسر شپ سره مخ اؤ د ازاد صحافت دجرړو ویستلو بشپړ هڅې روانې دي.

دپیمرا ویاند داتوار په ورځ په ټوئټر لیکلي چې د ټي وي بیلابیلو چینلو دمریم نواز مطبوعاتي کانفرنس نیغ په نیغه خپور کړی اؤ دغه پریس کانفریس دعدلیې اؤ ریاستې ادارو په ضد ؤ چې خپرول یې د قانون څخه سرغړونه ده.

دمریم نواز پلار اؤ دپاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف ته احتساب عدالت هیواد نه بهر د اثاثو نه څرګندؤلو په جرم کې د اووه کاله بند سزا اورولې ده اؤ دا مهال دلاهور په کوټ لکپت زاندان کې دخپل بند موده پوره کوي.

پخپل پروني پریس کانفرنس کې مریم نواز داحتساب عدالت دجج ارشد ملک یوه ویډيو اؤ ویډیو دثبوت په توګه وړاندې کړې وه کوم کې چې هغه اقرار کوي چې د نواز شریف په ضد هیڅ ثبوتونه نه وؤ خو هغه هغه دفشار له امله نوازشریف ته سزا اورولې ده.

ولې داتوار په ورځ دغه جج پخپل یو بیان کې دمریم نواز تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي په مفروضو اډاڼه ددغه ویډیو له لارې دهغه د پرېکړو دمتنازغه جوړولو هڅه شوې ده اؤ په هغه نوازشریف ته د سزا ورکولو دپاره دهیچا فشار نه ؤ.

دپاکستان دخبریالانو دمرکزي اتحادیې مرستیال صدر ښاغلي بخت زاده یوسفزئ دپیمرا لخوا ټي وي چینلو ته د نوټسونو ورکولو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي دا دمیډیا د ازادۍ تروړلو یوه بله ناوړه هڅه ده چې خبریالان یې باید په وړاندې غلي پاتې نه شي.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ښاغلي یوسفزي وویل په دې وروستیو کې ډير په ښکاره جاره ریاستي ادارې په میډیا قدغنونو اېښودلو ته راوړاندې شوي اؤ غواړي پاکستاني میډیا باید یوازې هغه څه ووایي چې ددغو ادارو د مرضۍ مطابق وي.

هغه وویل دپوځي امریتونو په دور کې هم پاکستان کې میډيا د دومره سنسر شپ سره مخ نه وه لکه اوس چې په یو جمهوري دور کې ورسره مخ ده.

بخت زاده یوسفزئ وایي دمیډیا کار یوازې اطلاعات اؤ حقیقتونه خپرول وي اؤ اوس چې دلته کوم چینل یا خبریال حقیقت وایي نو هغه دبیلابیلو لارو په نخښه کیږي یا دفشارونو لاندې راوستل کیږي چې دا د ازاد صحافت په مرۍ د زور کولو برابر خبره ده .

هغه زیاته کړه چې دمیډیا د ازادۍ دپاره دپاکستان خبریالانو کوړې اؤ زندانونه خوړلي دي اوس به هم ددې حالاتو مقابله کوي اؤ د روان جبر په وړاندې به غلي نه پاتې کیږي

This item is part of
XS
SM
MD
LG