لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د علي وزیر او محسن داوړ نن پېشي وه خو عدالت ته نه دي وړاندې کړی شوي


د جنوبي او شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ نن عدالت ته نه دي وړاندې کړی شوي او د اورېدنې بله نېټه ورته ۱۸ جولایي ورکړی شوې ده.

علي وزیر او محسن داوړ د ۲۶ مې د خړ کمر د پېښې او د هغې وروسته په اووم جون د پوځيانو په يو ګاډي د بم چاؤدنې په تورنو مقدمو کې بنديوان دي.

د شمالي وزيرستان د خړکمر د پېښې په اړوند په دواړو د پوځ لخوا تور دی چې په مشرۍ يې په پوځي چيک پوسته برید شوی او په دغه پېښه کې مرګ ژوبلې هم اوختې وي خو محسن داوړ دغه تور رد کړی ؤ.

له دغې وروسته په خړ کمر کې د پوځي افسرانو په يو ګاډي چاؤدنه کې درې پوځي افسران او يو سرتېری وژل شوي او د دغه چاؤدنې تور هم په علي وزير او محسن داوړ لګول شوی او مقدمه يې پرې جوړه کړې وه.

خو د پي ټي اېم مشران وايي په دوي درغژن تور لګول شوی ځکه چې د دغه چاؤدنې په مهال دوي دواړه په جېل کې بنديوان ؤ.

د علي وزیر او محسن داوړ وکيل شق اياز خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نن د نهې، سه شنبې په ورځ د بنو د ترهګرۍ په عدالت کې د دوي دواړو د ضمانت په خواست اورېدنه ټاکل شوې وه خو سي ټي ډي پوليس دوي وړاندې نه کړل.

هغه وويل د عدالت لارښونه وه چې دوي دې وړاندې کړی شي خو سي ټي ډي ريکارډ پېش نه کړو او نه يې هغه ژوبل کسان وړاندې کړه.

وکيل تور ولګوؤ چې سي ټي ډي په ارادې سره هغوي نه وړاندې کول غوښته او د امنيت بهانه يې جوړه کړه.

له نه په وړاندينۍ اورېدنه نوموړي ويلي ؤ عدالت يې دا خواست منلی چې د دوي پرضد د جوړو مقدمو به په يوه نېټه اورېدنه کيږي.

خو نوموړی وايي يو دا چې علي وزیر او محسن داوړ د پېښور د زندانه هري پور جېل ته لېږل شوي او بل دا چې د دوي بل خواست عدالت منلی ؤ چې دوي ته به رېډيو، اخبار او کتابونه ورکول کيږي خو وايي په هغې عمل نه کيږي.

وکیل زياته کړه نزدې يوه اوونۍ کيږي چې دوي هري پور منتقل کړی شوي او د محسن داوړ ورور ورته ویلي چې ملاقات ته يې نه پرېښودل کيږي.

د قامي اسمبلۍ د دواړو غړو دپاره اسپيکر ته د دوي د پروډکشن ارډر يا اسمبلۍ ته د راوستو خواست شوی ؤ خو په هغې هم عمل نه دی شوی.

د قامي اسمبلۍ په سپيکر په دغه ارډر نه کولو نيوکې شوې وې چې د دوه نورو غړیو اصف علي زرداري او شهبازشريف ارډرونه يې جاري کړي خو د وزيرستان د منتخب غړیو په خواست يې عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG