لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خړکمر: په ماين چاؤدنه کې يو سرتېری وژل شوی درې ژوبل


د افغانستان سره په پوله د پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په خړکمر سيمه کې یوه ماين چاؤدنه کې د پوځ يو سرتېری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وېنا د شمالي وزيرستان په ميرعلي سب ډويژن کې په يوه بله پېښه کې د جينکو په سکول راکټ داغل شوی او بيا په ډزو کې درې پوځي افسران او سرتيري ژوبل شوي دي.

د خړکمر په سيمه کې د ماين چاؤدنې پېښه نن د شورو، چارشنبې په سهار رامنځته شوې ده.

د شمالي وزیرستان انتظاميې پخلی کړی چې نن سهار څلور پوځي سرتيري چې په ګشت يا ګزمه بوخت وو د ماين چاؤنې ښکار شوي دي.

د امنيتي چارواکو د خبر ترمخه په ماين چاؤدنه کې سپاهي جاوېد وژل شوی، ولي، رستم او بلال ژوبل شوي دي.

چاوراکو ويلي د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

د شمالي وزيرستان خړ کمر هغه علاقه ده چرته چې په اووم جون د پوځي سرتېرو په يو ګاډي چاؤدنه کې د درې افسرانو په ګډون څلور سرتيري وژل شوي وو.

د يادې پېښې وروسته په علاقه کې د لسو ورځو دپاره ګرځبنديز لګول شوی او کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو.

په سیمه کې اوس هم د شپې په مهال ګرځبنديز په ځای وي.

د چارواکو په وېنا تېره شپه د ميرعلي سب ډويژن په موسکې علاقه کې د جينکو په سکول نامالومو کسانو راکټ داغلی دی.

چارواکو ويلي د راکټ له امله سکول ته کوم زیان نه دی اوختی خو دغه موقعې ته بيا پوځي سرتيري روان ؤ په هغو ډزې شوي دي.

چارواکو ويلي په ډزو کې درې پوځي افسران او سرتيري ژوبل شوي دي.

ويل شوي دغه سکول په سيمه کې د راتلونکو انتخاباتو دپاره د ښځينه غړو ټرېننګ سنټر ټاکل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG